له پاکستان څخه د بشري مرستو څه باندې ۷۰۰ لارۍ افغانستان ته داخلې شوې

Oplus_131072

د پاکستان د پولې له تړل کېدو سره سره، د نړیوالو بشري مرستو څه باندې ۷۰۰ لارۍ د پاکستان له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویاندې، اولګا چروکو، فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې په دې کاروان کې «خوراکي توکي او نور حیاتي بشري مرستندویه مواد» شامل وو.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د دایمي استازي او د بشري چارو د همغږي کوونکي، مو یحیی، په ایکس کې لیکلي: «۷۲۴ لارۍ چې بشري مرستې یې لېږدولې، د تورخم له لارې افغانستان ته داخلې شوې او هغو کورنیو ته ورسېدې چې تر ټولو ډېره اړتیا یې ورته لرله.»

هغه له اسلام‌اباد او «له ټولو هغو کسانو چې د دې حیاتي بشري مرستو د لارې د پرانیستې ساتلو زمینه یې برابره کړه» مننه کړې ده.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ شخړې، چې د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر راهیسې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځمکنۍ پولې د نږدې بشپړ تړل کېدو لامل شوې، د بشري مرستو د لېږد لارې سختې اغېزمنې کړې دي.

د پاکستان له پولې تر تړل کېدو وروسته، بشري مرستې د ایران له لارې لېږدول کېدې؛ خو د هرمز تنګي له تړل کېدو او د ایران او امریکا له جګړې وروسته، دغه لاره هم بنده شوه.

سره له دې، پاکستان له افغانستان سره د سوداګرۍ د ځنډولو ترڅنګ، افغانستان ته د بشري مرستو د ترانزیټ اجازه ورکړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) تر دې مخکې ویلي وو چې د افغانستان او پاکستان د پولو او د هرمز تنګي د تړل کېدو له امله، ۴۰۰ ټنه غني شوي بسکټونه، چې ۱۵ زره کیلومتره یې سفر کړی او له نهو هېوادونو تېر شوي، افغانستان ته رسېدلي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، افغانستان ته د مرستو د انتقال لاره اوږده او ستونزمنه شوې ده.

دغه پروګرام په یوه راپور کې خبرداری ورکړی چې که د افغانستان او پاکستان د پولو بندښت دوام وکړي او په منځني ختیځ کې کړکېچ لا پسې زیات شي، نو په افغانستان کې به نور ۲.۳ میلیونه کسان هم د خوړو له ناامنۍ سره مخ شي.

د خوړو نړیوال پروګرام د اګست میاشتې په پیل کې خبرداری ورکړی و چې سږ کال په افغانستان کې د ماشومانو حاد خوارځواکي بحراني کچې ته رسېدلې ده.

د دغه سازمان د شمېرو له مخې، په تېر کال کې له مرګ‌ژوبلې ډکو زلزلو، سږ کال له څو سختو اقلیمي پېښو، او له ۲۰۲۳ کال راهیسې له ایران او پاکستان څخه د میلیونونو افغانانو د بېرته راستنېدو وروسته، نږدې ۱۴ میلیونه افغانان له شدیدې لوږې سره مخ دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته