«د آزادۍ جبهې» په لومړۍ کرښه کې د پرمختګ او د طالبانو د سنګرونو د نیولو خبر ورکړ

Oplus_131072

«د افغانستان د آزادۍ جبهه» وايي، ځواکونو یې پرون د بدخشان ولایت د زیباک ولسوالۍ په سیمه کې له طالبانو سره د نښتې پر مهال د جګړې په لومړۍ کرښه کې پرمختګ کړی او د طالبانو ځینې سنګرونه یې نیولي دي.

دې جبهې نن سهار (دوشنبه، د زمري ۲۶مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د پرونیو نښتو پر مهال شپږ طالبان وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

«د افغانستان د آزادۍ جبهه» زیاتوي چې ځواکونو یې د جګړې لومړۍ کرښه ماته کړې او د درنو وسلو په کارولو سره یې د طالبانو پر مورچو بریدونه کړي، چې له امله یې دې ډلې ته درانه تلفات اوښتي دي.

د دې جبهې په ادعا، د پرونۍ نښتې په پایله کې شپږ طالبان وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي. د دوی په وینا، ټپیان د زیباک ولسوالۍ کلینیک او د فیض‌آباد مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي.

«د افغانستان د آزادۍ جبهه» وايي، سره له دې چې طالبانو له فیض‌آباد او د بدخشان له نورو ولسوالیو څخه زیباک ته د جګړې کرښو پر لور ځواکونه استولي، خو ونه توانېدل چې د دې جبهې د ځواکونو د پرمختګ مخه ونیسي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې «طالبان په څو ځایونو کې شاتګ ته اړ کړل شوي او د هغوی سنګرونه او دفاعي تأسیسات د [آزادۍ] جبهې د کومانډو ځواکونو لاس ته لوېدلي دي.»

طالبانو تر اوسه په زیباک کې د دغې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو لوړپوړو چارواکو، له ډلې یې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد او د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، له بهرنیو رسنیو سره په هغو مرکو کې چې د کابل د نیولو د پنځمې کلیزې په مناسبت یې ترسره کړې دي، په زیباک کې د «افغانستان د آزادۍ جبهې» حضور رد کړی دی.

خو دې جبهې په تېرو دوو ورځو کې د زیباک په غرنیو سیمو کې د خپلو ځواکونو ویډیوګانې خپرې کړې دي، چې په کې دغه ځواکونه د سپکو او درنو وسلو په ډزو بوخت لیدل کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته