په غزني کې سرچینې وايي، د خلکو او د ځمکو د غصب د مخنیوي لپاره د طالبانو د کمېسیون ترمنځ د نښتې په پایله کې د ښاروالۍ د بلدوزر چلوونکی وژل شوی دی.
دا نښته پرون، سهشنبه، د زمري په ۲۷مه، د غزني ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د قلعه جوز په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچینو په وینا، د سیمې اوسېدونکو د ښاروالۍ او د طالبانو د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د فعالیتونو پر وړاندې مقاومت کړی و. دغه کمېسیون هڅه کوله هغه ځمکې بېرته ترلاسه کړي چې د «امارتي» ځمکو په توګه تثبیت شوې دي. خلکو د کمېسیون پر غړو ډبرې هم ویشتلې دي.
خپاره شوې ویډیوګانې ښيي چې خلک د بلدوزر او د طالبانو پر رنجر موټر ډبرې ولي.
سرچینې وايي، د غزني ښاروالۍ د بلدوزر چلوونکی د یوې ډبرې د لګېدو له امله سخت ټپي او وروسته یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په غزني کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ هم دغه نښته تایید کړې او ویلي یې دي چې د ځمکې د مالکیت پر سر د ځمکو د غصب د مخنیوي د کمېسیون او یو شمېر سیمهییزو اوسېدونکو ترمنځ لومړی لفظي شخړه رامنځته شوه او وروسته خلکو پر یوه «کرېن» چلوونکي ډبرې وویشتلې.
د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ټپي چلوونکی د درملنې لپاره کابل ته انتقال شوی و، خو د ټپونو د شدت له امله یې ساه ورکړې ده.
د غزني د طالبانو امنیه قوماندانۍ زیاته کړې چې د پېښې په تړاو څو مشکوک کسان نیول شوي او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
طالبان په ټول هېواد کې د هغو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو بهیر په چټکۍ سره پر مخ وړي چې دوی یې غصب شوې ځمکې بولي. دې ډلې تر اوسه څو ښارګوټي دولتي اعلان کړي دي؛ خو د ځینو ښارګوټو مالکین وايي چې د خپلو ځمکو قانوني اسناد لري.
