په هلمند کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ وايي، د دغه ولایت د باباجي ولسوالۍ په یوه ترافیکي پېښه کې درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو د امنیه قوماندانۍ یوې سرچینې ویلي چې دغه پېښه تېره ورځ (پنجشنبه، ۲۹ د زمري) له غرمې وروسته د باباجي ولسوالۍ په مهاجر بازار کې رامنځته شوې ده.
د سرچینې په وینا، په دې پېښه کې یو ټیلر او یوه کوچنۍ موټر سره ټکر شوي، چې له امله یې درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
ټپیان د ګرشک روغتون ته لېږدول شوي او د یوه ټپي روغتیايي وضعیت «ناوړه» بلل شوی دی.
د پېښې د رامنځته کېدو مسؤل تر اوسه نه دی مشخص شوی، خو د ترافیکو اداره وايي چې په هېواد کې ډېری سړکترافیکي پېښې د موټرو د ډېر سرعت او د ترافیکي قوانینو د نه مراعاتولو له امله رامنځته کېږي.
