په دایکنډي کې ځايي سرچینې «اطلاعات روز» ورځپاڼې ته وايي چې د دې ولایت د میرامور ولسوالۍ یوه ځوانه ښځه د خپل پخواني مېړه له خوا وژل شوې ده.
یوه ځايي سرچینه وايي، دا پېښه نن سهار (دوشنبه د وږي په ۲مه) د میرامور ولسوالۍ د «اسکان» په سیمه کې شوې ده.
د پېښې قرباني، چې «شکیلا» نومېده، شاوخوا ۲۵ کلنه وه او د دې پېښې شکمن کس یې پخوانی مېړه «رحمت» شاوخوا ۳۵ کلن دی.
سرچینې زیاته کړې چې شکیلا له خپل ورور او مور سره پر موټرسایکل د میرامور ولسوالۍ د مرکز پر لور روانه وه چې په لاره کې یې پخواني مېړه ودروله.
د سرچینې په وینا، شکیلا د اسکان-کوپاج د غره په سر کې د «چرهيي» وسلې په ډزو په سر ولګېده او ووژل شوه.
د پېښې شکمن کس د شکیلا له وژلو وروسته د میرامور ولسوالۍ د مرکز، تګاب، پر لور تللی؛ خو لا معلومه نه ده چې طالبانو ته یې ځان سپارلی که نه.
ټاکل شوې وه چې شکیلا او د هغې کورنۍ نن د هغې د «مهر» د دعوې د تعقیب لپاره د میرامور ولسوالۍ مرکز ته لاړ شي.
شکیلا له رحمت څخه له بېلتون وروسته په دې وروستیو کې د خپل ۱۲ زره امریکايي ډالرو مهر غوښتنه کړې وه.
د پېښې یوې باخبره سرچینې وویل چې شکیلا او رحمت په تېرو څو کلونو کې په کابل کې اوسېدل. کله چې رحمت امریکا ته تللی و، شکیلا له خپلو دوو زامنو سره، چې شاوخوا اووه او پنځه کلن دي، په کابل کې پاتې وه.
دوی څو میاشتې وړاندې له یوې کورنۍ شخړې او داسې تور وروسته له یو بل څخه جلا شوي وو چې وروسته «ناحق» ثابت شو.
د سرچینې په وینا، کله چې رحمت په امریکا کې و، د هغه کورنۍ پر شکیلا له یوه پردي سړي سره د اړیکې تور لګولی و. وروسته له دې چې طالبانو ته شکایت وشو، دواړه تورن کسان ونیول شول او په کابل کې زنداني شول.
له دوو میاشتو په کمه موده کې، لومړی تورن سړی او وروسته شکیلا د طالبانو د ولایتي محکمې د حکم له مخې په کابل کې «بېګناه» ثابت او له زندان څخه خوشې شول.
په دې وروستیو کې دواړه د میرامور ولسوالۍ ته ستانه شوي وو؛ هغه ځای چې د دواړو کورنۍ پکې اوسېږي.
شکیلا او رحمت له یو بل سره «بوله» یا د خاله اولادونه وو او شاوخوا ۱۰ کاله وړاندې یې له یو بل سره واده کړی و.
سرچینې ویلي چې رحمت د امریکا د اقامت اجازه هم لري او د همدې کورنۍ دعوې د تعقیب لپاره بېرته افغانستان ته راغلی و.
د سرچینې په وینا، شکیلا له زندان څخه تر خوشې کېدو وروسته، کله چې میرامور ته راغله، د خپل مهر د ترلاسه کولو لپاره یې د میرامور ولسوالۍ په مرکز کې نوې دوسیه پرانیسته.
دوی له څو پړاوونو تېرېدو وروسته ټاکل شوې وه چې نن د ولسوالۍ مرکز ته ولاړ شي او د لومړنۍ محکمې قاضي خپله پرېکړه صادره کړي.
اوس د شکیلا جسد، چې د مرمیو د ګڼو ټپونو نښې پرې لیدل کېږي، د ډاکترانو د معاینې او ثبت لپاره د اسکان سیمهییز روغتون ته انتقال شوی دی. د هغې کورنۍ د میرامور ولسوالۍ له مرکز سره اړیکه نیولې، څو د قضیې د څېړلو لپاره یو پلاوی واستول شي.
