د طالبانو استخباراتو په هرات کې یو مدني فعال زنداني کړی

Oplus_131072

د طالبانو استخباراتو په هرات کې غلام‌نبي مدثر، مدني فعال او د پوهنتون استاد، د جبرئیل سیمې د اوسېدونکو د اعتراضونو په اړه د خبرونو د بیا خپرولو له امله نیولی او زنداني کړی دی.

د غلام‌نبي مدثر یوه نږدې کس نن (دوشنبه، د وږي ۲مه) «اطلاعات روز» ورځپاڼې ته ویلي چې هغه له ۱۵ ورځو راهیسې د طالبانو د استخباراتو په بند کې دی او د هغه د برخلیک او وضعیت په اړه هېڅ معلومات نشته.

د سرچینې په وینا، مدثر د اګست په ۱۸مه د هرات د جبرئیل له سیمې څخه د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی دی.

د مدثر یوه خپلوان ویلي چې هغه یو عادي او ملکي وګړی دی او مدني فعالیتونه او مدافعتي هڅې یې تل سوله‌ییزې وې.

د مدثر خپلوانو له رسنیو او بشري حقونو له سازمانونو غوښتي چې د هغه د برخلیک د روښانه کېدو او خوشې کېدو لپاره د نوموړي د وضعیت په اړه خبرونه خپاره او غوښتنه وکړي.

سرچینې وایي، د دغه مدني فعال د نیول کېدو لامل د جبرئیل سیمې د اوسېدونکو د اعتراضونو په اړه د خبرونو خپرول او د دغو اعتراضونو د یوه وژل شوي کس په اړه معلومات شریکول دي.

د جون پر نهمه، چې د جوزا له ۱۹مې سره برابره ده، د هرات د هزاره‌مېشتې جبرئیل سیمې یو شمېر اوسېدونکو د ښځو او نجونو د جامو د اغوستلو د څرنګوالي له امله د هغوی د نیولو پر ضد لاریون وکړ.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي چې دغه لاریون هغه مهال په تاوتریخوالي واوښت چې د طالبانو ملکي جامو اغوستونکو ځواکونو پر لاریونوالو په وهلو ټکولو او ډزو پیل وکړ.

د یوناما په راپور کې راغلي چې د طالبانو ځواکونو یو هلک په ډزو وواژه او یو شمېر لاریونوال یې ووهل او پرې یې ډزې وکړې، چې له امله یې لږ تر لږه څلور کسان ټپیان شول.

د یوناما په راپور کې همداراز ویل شوي چې طالبانو لږ تر لږه ۱۷ لاریونوال نیولي دي. په راپور کې د نیول شویو کسانو د برخلیک په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته