د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، جرمني د افغانستان له بشري صندوق سره ۶.۸ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
دغه ادارې نن (دوشنبه، د وږي ۲مه) پر اېکس د یوه پوسټ له لارې د دې مرستې له امله د جرمني له حکومت څخه مننه کړې ده.
اوچا لیکلي چې دغه مرسته به په ټول افغانستان کې د کړکېچ له امله زیانمنو شویو خلکو ته د ژوند ژغورونکو مرستو د دوام زمینه برابره کړي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په روان میلادي کال کې په افغانستان کې ۲۱.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري او بشري مرستندویه ادارو د ۱۷.۵ میلیونه کسانو رسېدنه لومړیتوب ګرځولې ده.
ملګرو ملتونو د دغو خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ۱.۷ میلیارد ډالرو بودجې غوښتنه کړې، خو تر اوسه یې یوازې ۲۷.۲۷ سلنه بودجه برابره شوې ده.
