غزني کې د یوه وژل شوي ځوان جسد موندل شوی

Oplus_131072

د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ سرچینې وايي، یو ۲۶ کلن ځوان په مرموز ډول وژل شوی او سوځول شوی جسد یې له غره څخه موندل شوی دی.

یوې سرچینې نن (دوشنبه، د وږي ۲مه) اطلاعات روز ورځپاڼې ته په یوه پیغام کې ویلي چې دغه ځوان عبدالخالق هزاره نومېده او د جاغوري ولسوالۍ د «چهل‌باغتوی هوقي» سیمې د «کته‌بید» کلي اوسېدونکی و.

د سرچینې په وینا، عبدالخالق پنځه ورځې وړاندې له خپل کوره ورک شوی و او پرون (یک‌شنبه، د وږي ۱مه) یې سوځول شوی جسد له غره څخه موندل شوی دی.

سرچینې زیاته کړې چې خالق په کندهار کې په ساختماني چارو بوخت و او تازه خپل کور ته راستون شوی و.

سرچینې ویلي: «خالق له کندهاره راغلی و. په سنګماشه کې یې د خپل ملګري موټرسایکل په امانت اخیستی و او د چهل‌باغتوی هوقي اړوند کته‌بید سیمې ته خپل کور ته راغی؛ خو سبا یې ورک شو.»

تر اوسه د دغه ځوان د وژنې انګېزه او عاملان نه دي روښانه شوي. په غزني کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

سره له دې چې طالبان په هېواد کې د امنیت ادعا کوي، خو جنایي جرمونه، د مرموزو وژنو په ګډون، لا هم دوام لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته