د بامیان لپاره د طالبانو پخوانی والي: د خپلو لاسونو په وسیله مې د بودا مجسمې ویجاړې کړې

Oplus_131072

د طالبانو د بامیان پخواني والي، عبدالله سرحدي، اعتراف کړی چې په افغانستان کې د دې ډلې د لومړۍ واکمنۍ پر مهال یې د بودا تاریخي مجسمې ویجاړې کړې دي.

هغه له بي‌بي‌سي نړیوالې څانګې سره په خبرو کې ویلي: «په خپلو لاسونو مې هغه ویجاړې کړې.»

عبدالله سرحدي زیاته کړې:«هر هغه څه چې موږ ترسره کړي او ترسره کوو، د خدای له لارښوونې او قانون سره سم دي… موږ بتان ماتوو، نه دا چې وپلورو یې.»

د طالبانو پخواني والي په بامیان کې ویلي چې د بودا د تاریخي مجسمو له ویجاړولو پښېمانه نه دی او زیاته کړې: «ولې باید پښېمانه شم؟ دا د خدای غوښتنه وه.»

طالبانو د ۲۰۰۱ کال د مارچ پر ۱۱مه، د دې ډلې د پخواني مشر ملا محمد عمر په امر، په بامیان کې د بودا سترې مجسمې د چاودېدونکو توکو په کارولو او د توپونو او ټانکونو په ډزو سره ویجاړې کړې.

عبدالله سرحدي چې هغه مهال د طالبانو له پوځي قوماندانانو څخه و، اوس یې اعتراف کړی چې د دغو تاریخي مجسمو په ویجاړولو کې یې رول درلود.

د صلصال مجسمه چې ۵۳ متره لوړوالی یې درلود او د شهمامې مجسمه چې ۳۵ متره لوړه وه، د میلادي درېیمې او اوومې پېړۍ ترمنځ د افغانستان په مرکزي بامیان ولایت کې د ځانګړي سبک له مخې، د غره په تراشلو سره جوړه شوې وې.

د دغو مجسمو ویجاړول، چې د یونسکو د تاریخي اثارو په فهرست کې هم ثبت شوې وې، له پراخو نړیوالو غبرګونونو او غندنو سره مخ شول.

عبدالله سرحدي په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دې ډلې له خوا د بامیان والي وټاکل شو او د ۱۴۰۴ لمریز کال تر جدي میاشتې پورې د دغه ولایت والي پاتې شو.

د طالبانو اوسني مشر، هبت‌الله اخوندزاده، د ۱۴۰۴ کال د جدي میاشتې پر ۱۱مه عبدالله سرحدي د بامیان د ولایت له مقامه لرې کړ او هغه یې د جوزجان والي وټاکه. وروسته نوموړی د کندوز ولایت د «۲۱۷ عمري قول‌اردو» د مرستیال په توګه وټاکل شو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته