د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، کاظم غریبآبادي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې رد کړې چې ویلي یې وو د هرمز تنګی په بشپړه توګه له سمندري ماینونو پاک شوی دی. هغه دا ادعا «تبلیغاتي دروغ» بللي دي.
غریبآبادي د سېشنبې په ورځ (د وږي ۳مه) د ایران او امریکا د جګړې په اړه په یوه مفصله مرکه کې ویلي چې که د امریکا د ماین پاکولو بېړۍ هرمز تنګي ته داخلې شي، هدف به وګرځول شي.
هغه ویلي: «که امریکا رښتیا هم د ماینونو پاکولو اقدام کړی وي، نو ولې تر اوسه هېڅ بېړۍ نه شي کولای د هرمز له تنګي تېرې شي؟ دا ادعاوې له تبلیغاتي دروغو پرته بل څه نه دي.»
هغه زیاته کړې: «که د امریکا د ماین پاکولو بېړۍ سیمې ته داخلې شي، زموږ لپاره به ډېر ښه هدفونه وي.»
د نوموړي څرګندونې په داسې حال کې دي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوه ورځ مخکې اعلان کړی و چې د هرمز تنګی په بشپړه توګه له ماینونو پاک شوی او د بېړیو د تګ راتګ لپاره خوندي دی.
ټرمپ په «ټروت سوشل» کې په یوه پیغام کې ویلي چې د امریکا سمندري ځواکونو په هرمز تنګي کې ځای پر ځای شوي ټول سمندري ماینونه یا له منځه وړي او یا یې چاودولي دي.
هغه خبرداری ورکړی چې هره بېړۍ یا کښتۍ چې د نویو ماینونو د ځای پر ځای کولو هڅه وکړي، سمدستي او په منظم ډول به له منځه یووړل شي.
له بلې خوا، په تېرو دریو میاشتو کې ایران او عمان د هرمز تنګي د کنټرول او مدیریت په اړه خبرې اترې پیل کړې دي.
په دې وروستیو کې د عمان د بهرنیو چارو وزیر تهران ته سفر کړی او دواړو هېوادونو ویلي چې د سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ لپاره په هرمز تنګي کې د یوه دهلېز د جوړولو پر سر «بشپړ تفاهم» ته نږدې شوي دي.
خو کاظم غریبآبادي وايي، حتا که د تهران او مسقط ترمنځ هوکړه وروستۍ هم شي، هرمز تنګی به له سبا څخه پرانیستل نه شي.
