د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی چې د امریکا اړوند پر یوې «شمپاد» (له لرې څخه کنټرولېدونکې بېپیلوټه سمندري کښتۍ) یې د هرمز په تنګي کې برید کړی دی.
سپاه پاسداران نن سهار (یکشنبه، د وږي ۱۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه امریکايي «شمپاد» هڅه کوله د هرمز تنګي خوندي شوې سیمې ته ننوځي.
دا په داسې حال کې ده چې ایران او امریکا تېره شپه د یو بل پر سمندري کښتیو بریدونه کړي وو.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) تېره شپه وویل چې د ایران پر دریو تېلو وړونکو کښتیو یې برید کړی دی. د سنتکام په وینا، دغه کښتۍ د «سیوري بېړۍ» د یوې برخې وې او د ایران د سپاه پاسداران د مالي سرچینو په برابرولو کې یې ونډه لرله.
تر دې څو ساعته مخکې، د ایران سپاه پاسداران ویلي وو چې د څو بالستیک توغندیو په وسیله یې د امریکا د پوځ پر یوه الوتکهوړونکي بېړۍ او یوه جنګي بېړۍ برید کړی دی.
