د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي، یان ایګلنډ، افغانستان ته د خپل سفر پر مهال ویلي چې په دغه هېواد کې کورنۍ له داسې بحران سره مخ دي چې د بېځایه کېدو، جګړو، اقلیمي بدلونونو او جنسیتي تبعیض له امله میاشت تر بلې لا پسې خرابېږي.
د ناروې د کډوالو شورا نن (چهارشنبه، ۱۸ د وږي) په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو لهخوا د افغانستان د نیولو پنځه کاله وروسته، دغه هېواد د نړیوالې ټولنې لهخوا یوازې پرېښودل شوی او د دې وضعیت «ناوړه پایلې» د ښځو او نجونو لپاره ډېرې سختې تمامې شوې دي.
دغې ادارې ویلي چې یان ایګلنډ افغانستان ته د خپل سفر پر مهال له کورنیو او طالب چارواکو سره لیدنې کوي، څو د هغه ژور بشري بحران په اړه خبرې وکړي چې دغه هېواد ورسره مخ دی.
ایګلنډ ویلي: «په افغانستان کې کورنۍ له داسې بحران سره مخ دي چې میاشت تر بلې خرابېږي او لامل یې بېځایه کېدل، جګړې، اقلیمي بدلونونه او جنسیتي تبعیض دي.»
هغه زیاته کړې: «دا له ۲۰۲۱ کال راهیسې افغانستان ته زما پنځم سفر دی، هغه مهال چې طالبانو دغه هېواد ونیو. هر ځل مې یو لا ژور بشري بحران لیدلی چې د ښځو او نجونو لپاره لا سخت شوی دی.»
د هغه په وینا، افغانانو په تېرو پنځو کلونو کې له هغو لوېدیځو هېوادونو څخه چې ژمنه یې کړې وه هېڅکله به دا ټولنه هېره نه کړي، یوازې «لفظي ملاتړ» ترلاسه کړی او په عملي توګه «په بشپړه توګه د سقوط په حالت کې پرېښودل شوي دي».
یان ایګلنډ ویلي چې د روانې اوونۍ پر مهال یې له هغو میندو سره لیدلي چې خپلو ماشومانو ته د ورکولو لپاره «هیڅ شی نه لري» او له راتلونکي ژمي وېره لري.
د ایګلنډ په وینا، د ماشومانو خوارځواکي مخ پر زیاتېدو ده، ټولنې له تر ټولو بد وضعیت سره مخ دي او د وتلو لپاره هېڅ لاره نه لري.
د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي وايي چې په افغانستان کې بشري مرستندویه ادارې د اړتیا وړ بودجې له درېیمې برخې څخه هم کمه بودجه لري. د هغه په وینا، دې وضعیت مرستندویه ادارې اړې کړې چې د مرستې د ترلاسه کوونکو د ټاکلو په برخه کې «ناممکنې پرېکړې» وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ایران او پاکستان تېر کال ۲.۹ میلیونه او د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه له یو میلیون څخه ډېر افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي دي.
د ناروې د کډوالو شورا وايي، د دغو راستنېدونکو د شمېر او چټکتیا له امله پر هغو ټولنو، کورونو، د خلکو پر معیشت او عامه خدمتونو، چې له وړاندې له سخت فشار سره مخ دي، دروند بار اچول شوی دی.
یان ایګلنډ ویلي چې راستنېدونکو کډوالو ته نږدې هېڅ ډول مرسته نه رسېږي او افغانستان ته له ستنېدو وروسته حتا د سرپناه لپاره یو چت هم نه لري.
له بلې خوا، د طالبانو لهخوا پر ښځو او نجونو محدودیتونه هم ورځ تر بلې زیاتېږي.
د ناروې د کډوالو شورا وايي، په ټول افغانستان کې ښځې او نجونې له سختو محدودیتونو سره مخ دي چې د زدهکړو، کار، تګ راتګ او لومړنیو خدمتونو ته د لاسرسي محدودیتونه هم پکې شامل دي.
دغې شورا ویلي چې دا ستونزې د هغو ښځو او نجونو لپاره لا زیاتې دي چې هېواد ته بېرته ستنېږي، ځکه کورنۍ یې لږ یا هېڅ عاید نه لري.
د بېلګې په توګه، محمدعلي، چې د شپږو ماشومانو پلار دی او له ایران څخه بېرته راستون شوی او اوس د هرات ښار په څنډه کې ژوند کوي، ویلي: «له هغه راهیسې چې یو کال مخکې له ایران څخه دلته راستون شوی یم، په ندرت سره مې بېړنۍ مرستې ترلاسه کړې دي. زه د دغو مرستو منندوی یم، خو دا ډول مرستې د ژوند اړتیاوې نه شي پوره کولای. زه غواړم کار وکړم، خو داسې دنده یا دوامداره مرسته نشته چې زما او د ماشومانو راتلونکی تضمین کړي.»
یان ایګلنډ د افغانستان د وضعیت پر له پامه غورځولو نیوکه کړې او ویلي یې دي: «له کلونو پوځي او له لوړو لګښتونو ډکو مداخلو وروسته، هغه څه چې ما اورېدلي د هغو ټولنو کیسې دي چې هېرې شوې دي. ډیپلوماتان چېرته دي؟ نړیوال بنسټونه چېرته دي؟ هغه کسان چې په پېچلو شرایطو کې د ملاتړ د وړاندې کولو تجربه لري، باید دلته ډېر زیات کار وکړي.»
د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي ویلي: «د افغانستان د ملکي وګړو پرېښودل کېدل رښتیا هم ټکان ورکوونکي دي.»
هغه له حکومتونو او مرستندویه ادارو غوښتي چې خپلې مرستې د کورنیو، په ځانګړي ډول راستنېدونکو، لپاره د دوامدار عاید د سرچینو برابرولو په موخه بسیج کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه وايي، سږ کال په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.
ملګرو ملتونو د دغه وضعیت د کابو کولو لپاره د ۱.۷۱ میلیارد ډالرو غوښتنه کړې وه، خو د روان کال د لومړیو اتو میاشتو له تېرېدو سره لا هم د دې بودجې دوه پر درې برخې نه دي برابرې شوې او تر اوسه یوازې شاوخوا ۲۹ سلنه بودجه تأمین شوې ده.
