د کابل په ۴۰۰ بستریز سردار محمد داوود خان روغتون کې ډاکترانو د یوه ناروغ له معدې څخه ۳۰ میخونه ایستلي دي.
د طالبانو د دفاع وزارت د روغتیايي چارو قوماندانۍ نن (سهشنبه، ۲۴ د وږي) ویلي چې دغه ناروغ یو ځوان، چې «عصمتالله» نومېږي، دی او میخونه یې تېر کړي وو.
د یادې ادارې په وینا، ډاکترانو د ایکسرې له اخیستو وروسته د ناروغ په بدن کې د میخونو شتون تشخیص کړ او وروسته د اندوسکوپي متخصصینو د ځانګړو طبي وسایلو په مرسته ټول میخونه ترې وایستل.
سرچینه زیاتوي چې ټول ۳۰ میخونه پرته له جراحي عملیاتو د اندوسکوپي له لارې له ناروغ څخه ایستل شوي دي.
