د حوثیانو ویاند، یحیی سریع، ویلي چې سعودي عربستان په تېرو پنځو ورځو کې د یمن پر بېلابېلو سیمو شاوخوا ۳۰۰ هوايي بریدونه کړي دي.
یحیی سریع په یوه اعلامیه کې ویلي چې یوازې د دوشنبې په ورځ (د وږی ۲۳مه) د سعودي عربستان «F-15» او «تایفون» جنګي الوتکو پر یمن ۵۴ ځله بریدونه کړي دي.
هغه زیاته کړې چې دغه جنګي الوتکې د سعودي عربستان له خمیس مشیط او طائف پوځي اډو څخه پورته شوې او په یمن کې یې د تعز، لحج، الجوف، مأرب او حجه ولایتونو بېلابېلې سیمې په نښه کړې دي.
د حوثیانو ویاند ویلي چې د سعودي عربستان د هوايي بریدونو په ځواب کې یې لسګونه بالستیک توغندي او بېپیلوټه الوتکې توغولي دي.
هغه ادعا کړې چې دغو توغندیو او ډرونونو د سعودي عربستان په خمیس مشیط کې د «ملک خالد» هوايي اډې پوځي تاسیسات او زېربناوې، په ځانګړي ډول د جنګي الوتکو هنګرونه، رادارونه، د الوتکو ځغاستلیکې او د مهماتو زېرمتونونه، په نښه کړي دي.
په همدې حال کې، ایراني کورنیو خبري اژانسونو د عربي سرچینو په حواله لیکلي چې د حوثیانو بالستیک توغندي او بېپیلوټه الوتکې په ینبع، طائف، جده، ابها، جازان او العلا سیمو کې لګېدلي او په جازان کې د تېلو تاسیساتو کې اور لګېدلی دی.
حوثیانو په وروستیو ورځو کې د یمن په سوېل کې د پام وړ پرمختګونه کړي او ادعا کېږي چې د بابالمندب تنګي کنټرول یې ترلاسه کړی دی. هغوی د تعز ولایت ستراتیژیکه سیمه، لکه د مخا ښار، او د لحج بېلابېلې سیمې نیولې او د عدن پر لور، چې د سعودي عربستان په ملاتړ د یمن د رسمي حکومت مرکز دی، د پرمختګ په حال کې دي.
