د ارزګان په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د یوې ښځینه ډاکټرې محرم د ناپېژانده کسانو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
په سیمه کې یوې سرچینې اطلاعات روز ته ویلي، چې دا پېښه تېره شپه (چارشنبه، ١٨ د وږي) د خاص ارزګان اړوند د «سلطان محمد ناوي» په یوه دولتي فرعي کلینیک کې شوې ده.
د سرچینې په وینا، وژل شوی کس هزاره و او له یوې ښځینه ډاکټرې سره د محرم په توګه په دغه کلینیک کې اوسېده.
سرچینه زیاتوي چې نوموړی د ناپېژانده کسانو له لوري په مخامخ ډزو وژل شوی دی.
د پېښې انګېزه او د عاملانو د هویت په اړه تر اوسه معلومات نه دي ورکړل شوي.
په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې دا ډول مرموزې وژنې زیاتې شوي چې عام خلک یې اندېښمن کړي دي.
