د افغانستان او هند کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ لومړۍ لوبه نن (یکشنبه، ۲۲ د وږي) د کابل پر وخت ماښام ۰۶:۳۰ بجې د نويډیلي په « ارون جیټلي» کرېکټ لوبغالي کې پیلېږي.
د افغانتسان کرېکټ بورډ ویلي، فغان لوبډلې له هند سره د لوبې لپاره بشپړ چمتوالی نیولی او تمه لري چې ښې سیالۍ به ترسره کړي.
کرېکټ بورډ زیاته کړې دغه لوبلړۍ چې د افغانستان په کوربهتوب ترسره کیږي، دویمه لوبه یې د سپټمبر په ۱۵مه او دریمه په ۱۷مه ترسره کېږي.
د کرېکټ بورډ د مالوماتو له مخې، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به له دغو لوبو وروسته له بنګلهدېش او زیمبابوې سره هم د کرکټ په بېلابېلو فارمټونو کې سیالۍ ترسره کړي.
