د اندونیزیا په جاوه سمندر کې یوه مسافر وړونکې بېړۍ له ۲۴۳ کسانو سره ډوبه شوې ده. تر اوسه د بېړۍ ۱۰۳ سپرلۍ موندل شوې دي او ژغورونکي د نورو ۱۴۰ کسانو په لټه کې دي.
د رویټرز د راپور له مخې، له ژغورل شویو ۱۰۳ کسانو څخه یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د اندونیزیا د لټون او ژغورنې ادارې ویلي، د دغه هېواد یوه مسافر وړونکې بېړۍ له ۲۴۳ کسانو سره هغه مهال ورکه بلل شوې وه چې د یکشنبې سهار په خراب موسم کې یې اړیکه پرې شوه.
د دغې ادارې په وینا، «ویراګو ټرانسپورټ ۸» بېړۍ د شنبې په ورځ د ختیځې جاوې له سورابایا ښار څخه د جنوبي کالیمانتان د بانجارماسین ښار پر لور روانه شوې وه.
یادې ادارې وروسته د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې بېړۍ ډوبه شوې ده، خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.
په بانجارماسین کې د دغې ادارې مشر ای پوتو سودایانا په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، ۱۰۳ کسان د بېلابېلو بېړیو په وسیله ژغورل شوي او ښايي ځینې یې د ختیځې جاوې یوه بندر ته ولېږدول شي.
هغه ویلي، ژغورونکو د لټون عملیات پیل کړي او یوه ډله، څو بېړۍ او یوه چورلکه یې د مسافر وړونکې بېړۍ وروستي معلوم ځای ته استولي دي.
اندونیزیا چې له ګڼو ټاپوګانو جوړ هېواد دی، د ترانسپورټ لپاره تر ډېره پر مسافر وړونکو بېړیو تکیه کوي، ځکه د سمندري سفر لګښت د هوايي سفر په پرتله کم او لاسرسی ورته اسانه دی.
خو په دغه هېواد کې د بېړیو د خوندیتوب معیارونه تل په جدي توګه نه پلي کېږي، چې له همدې امله د سمندري پېښو کچه په اندونیزیا کې نسبتاً لوړه ده.
