ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د کهګیلویه او بویراحمد ولایت په یوه ترافیکي پېښه کې لږ تر لږه اووه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي. په مړو شویو کسانو کې څلور افغان وګړي شامل دي.
د «ایسنا» خبري اژانس د راپور له مخې، دغه پېښه تېره شپه، شنبه د وږي په ۲۱مه، د «دنا» ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یاسوج ـ اصفهان پر لویه لار رامنځته شوې ده. د راپور له مخې، د ټپیانو روغتیايي وضعیت هم نازک بلل شوی دی.
د کهګیلویه او بویراحمد ولایت د پولیسو مشر حسن دانایار ویلي، لومړی یوه «پژو ۴۰۵» موټر چې ۱۰ کسان پکې سپاره وو او نهه یې افغان وګړي وو، له سړک څخه وتلی او له یوه ۱۸ ټایره ټرېلر سره یې ټکر کړی دی.
هغه زیاته کړې چې له دې وروسته یوه «پژو پارس» موټر هڅه کړې چې د لومړۍ پېښې له ځای سره له ټکره ځان وژغوري، خو له سړک څخه اوښتې او د لارې په غاړه له یوې غونډۍ سره یې ټکر کړی دی.
د پولیسو په وینا، د پېښې اصلي لامل د افغان وګړو د لېږدوونکي موټر تېز رفتار او له نورو موټرو څخه د سبقت اخیستلو هڅه بلل شوې ده.
تر اوسه د دې پېښې د قربانیانو د استوګنې او اقامې قانوني وضعیت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
تر دې وړاندې هم په ایران کې د ناقانونه سفر هڅه کوونکو افغان وګړو د ترافیکي پېښو له امله د مړینې ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.
