د نجونو د زده‌کړو د بندیز په اړه د متقي ځواب؛ نړۍ دې د افغانستان نورو بدلونونو ته هم پام وکړي

Photo: @MoFA_Afg

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د ښځو او نجونو د زده‌کړو د بندیز له پنځو کلونو زیات دوام یوه «کوچنۍ ستونزه» بولي او وايي، په افغانستان کې نور بدلونونه هم رامنځته شوي چې نړۍ باید ورته پام وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له بي‌بي‌سي سره په مرکه کې ویلي چې د افغانستان د ښځو وضعیت باید د لوېدیځ د کلتور او دود له زاویې ونه کتل شي، بلکې «د افغانستان کلتور او ارزښتونه» هم باید په پام کې ونیول شي.

هغه ادعا کوي چې د افغانستان د ښځو وضعیت هغسې «بد نه دی» لکه لوېدیځوال یې چې تصور کوي او په رسنیو کې یې انځور وړاندې کېږي. د نوموړي په وینا، په کابل او نورو ښارونو کې ښځې کار او سوداګري کوي او لومړنیو ښوونځیو او دیني مدرسو ته ځي.

د هغه په خبره، شاوخوا درې میلیونه ښځې او نجونې په لومړنیو ښوونځیو او دیني مدرسو کې زده‌کړې کوي او دا بهیر دوام لري او درول شوی نه دی.

متقي د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د زده‌کړو د بندیز په اړه وايي: «البته کېدای شي په ځینو برخو کې کوچني اختلافات موجود وي، خو په افغانستان کې نور بدلونونه هم شته چې باید ورته پام وشي. د نشه‌یي توکو کرکیله صفر شوې، امنیت ټینګ شوی او هغه ډلې چې نورو هېوادونو ته یې زیان رسولی شو، له منځه وړل شوې دي. په افغانستان کې ډېرې پېښې او بدلونونه روان دي چې موږ کولای شو په اړه یې له نړۍ سره همکاري وکړو.»

د دې مرکې په دوام کې خبریال د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر څخه پوښتي چې که د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د زده‌کړو بندیز دوام وکړي، افغانستان به په راتلونکي کې په ډېرو برخو کې د ښځینه ډاکټرانو، ښوونکو او متخصصینو له کمښت سره مخ شي. ایا دا رښتیا هم ستونزه نه ده او طالبان به ورته پام وکړي؟

متقي په ځواب کې وايي چې افغانستان اوس مهال له داسې کمښت سره نه دی مخ شوی او هڅه کېږي چې په راتلونکي کې هم له دې ستونزې سره مخ نه شي. خو نوموړی زیاتوي، که په دې برخه کې د مسلکي کاري ځواک له کمښت سره مخ شو او دا موضوع په رښتیا په یوه ستونزه بدله شوه، نو دوی به یې وڅېړي.

طالبانو له افغانستان څخه د بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړلې. وروسته دې ډلې پوهنتونونه او طبي انستیتیوتونه هم د ښځو او نجونو پر مخ وتړل.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د طالبانو اقداماتو شاوخوا ۲.۵ میلیونه ښځې او نجونې په افغانستان کې له زده‌کړو محرومې کړې دي.

طالبانو په لومړیو کې اعلان کړی و چې د ښځو زده‌کړې او تعلیم تر «دویمې خبرتیا» پورې بند دي، خو له پنځو کلونو تېرېدو سره لا هم دا بندیز دوام لري. د طالبانو چارواکي هڅه کوي دا موضوع کم‌اهمیته وښيي او د «افغانۍ او اسلامي کلتور او ارزښتونو» سره یې وتړي.

د افغانستان خلکو، ملګرو ملتونو او د نړۍ هېوادونو په دې موده کې څو ځله د افغانستان د ښځو د زده‌کړو او کار د بندیز د لغوه کولو غوښتنه کړې، خو طالبان لا هم دغو غوښتنو ته بې‌پامي کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته