په افغانستان کې د چین سفیر جاو شینګ د خپلې دندې د پای ته رسېدو په مناسبت د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراجالدین حقاني سره مخهښهییزه لیدنه کړې ده.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن، دوشنبه د وږي ۲۳مه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې سراجالدین حقاني په دې لیدنه کې د طالبانو او چین ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې د جاو شینګ رول مثبت بللی دی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د چین سفیر په افغانستان کې د خپلې دندې پر مهال د دغه وزارت د همکاریو له امله مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې د طالبانو او چین ترمنځ اړیکې لا پراخې شي.
په کابل کې د چین سفیر تر دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره هم مخهښهییزه لیدنه کړې وه.
جاو شینګ په ۱۴۰۲ لمریز کال کې په افغانستان کې د چین د سفیر په توګه ټاکل شوی و او د همدې کال په وږي میاشت کې یې په رسمي ډول خپلې باورلیکونه د طالبانو لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند ته وړاندې کړې.
هغه د یوه هېواد لومړنی سفیر و چې خپل باورلیک یې د طالبانو لومړي وزیر ته وسپاره.
چین په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې له طالبانو سره پراخې سیاسي او اقتصادي اړیکې لرلې دي، خو تر اوسه یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
اوس مهال روسیه د نړۍ یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په افغانستان کې په رسمیت پېژندلی دی.
