ایران: امریکا په خلیج فارس کې پر دوو کب نیونکو کښتیو برید کړی

Oplus_131072

ایراني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې امریکايي ځواکونو د خلیج فارس په اوبو کې د هرمزګان ولایت د کرګان بندر ته څېرمه پر دوو کب نیونکو کښتیو برید کړی او د دغو کښتیو کب نیوونکي ورک شوي دي.

د هرمزګان د والي مرستیال، احمد نفیسي، ویلي چې دغه برید د دوشنبې په ماښام (د سنبلې ۲۳مه) د یوې بې‌پیلوټه الوتکې له لارې شوی دی.

فارس خبري اژانس د نفیسي له قوله لیکلي چې د دغو کښتیو کب نیوونکي ورک شوي او د هغوی د موندلو لپاره د لټون عملیات لا هم دوام لري.

تر اوسه د دې پېښې نور جزئیات او د ورکو شویو کب نیوونکو شمېر نه دی خپور شوی. تېره اوونۍ هم د هرمزګان د سیریک چارواکو ویلي وو چې یوه کب نیونکې کښتۍ د امریکا له برید سره مخ شوې او یو کب نیوونکی پکې ټپي شوی و.

په یوه بله پېښه کې، چې د ایران او امریکا له جګړې سره تړاو لري، د ایران سپاه پاسداران د یوه تېل‌وړونکي ټانکر د سمندري ماین سره د لګېدو له امله د چاودنې خبر ورکړی دی.

د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د «الګایا» په نوم تېل‌وړونکی ټانکر غوښتل د هرمز تنګي په سوېل کې له یوې ممنوعه سیمې څخه تېر شي، چې له سمندري ماینونو سره د لګېدو له امله پرې چاودنه وشوه.

د سپاه په هغه خبرپاڼه کې چې د دوشنبې په شپه خپره شوې، ویل شوي چې د اور د مهارولو هڅې بې‌پایلې وې او ټوله کښتۍ په اور کې ډوبه شوې ده.

خو د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) دغه خبر رد کړی دی.

سنتکام نن سهار (سه‌شنبه، د وږي ۲۴مه) په ایکس کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دا ادعا ناسم ده.

سنتکام ویلي چې د «الګایا» په نوم دغه تېل‌وړونکی ټانکر د پاناما بیرغ لاندې روان و، تېره میاشت د ایران له خوا د توغندي هدف وګرځېد او له کاره ولوېد.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ زیاته کړې چې تېره اوونۍ په پای کې، کله چې دغه کښتۍ د عمان په ساحلي اوبو کې لنګر اچولی و، ایران یو ځل بیا د بې‌پیلوټه الوتکې په وسیله پرې برید وکړ.

د سنتکام په وینا، دغه تېل‌وړونکی ټانکر اوس مهال د سیمې د یوه شریک هېواد له لوري کش کېږي. د امریکا مرکزي قوماندانۍ ادعا کړې چې سپاه پاسداران د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ د وېرولو او خنډ جوړولو لپاره دا ډول ادعاوې مطرح کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته