د حوثیانو ویاند: سعودي عربستان په پنځو ورځو کې پر یمن ۳۰۰ هوايي بریدونه کړي

Oplus_131072

د حوثیانو ویاند، یحیی سریع، ویلي چې سعودي عربستان په تېرو پنځو ورځو کې د یمن پر بېلابېلو سیمو شاوخوا ۳۰۰ هوايي بریدونه کړي دي.

یحیی سریع په یوه اعلامیه کې ویلي چې یوازې د دوشنبې په ورځ (د وږی ۲۳مه) د سعودي عربستان «F-15» او «تایفون» جنګي الوتکو پر یمن ۵۴ ځله بریدونه کړي دي.

هغه زیاته کړې چې دغه جنګي الوتکې د سعودي عربستان له خمیس مشیط او طائف پوځي اډو څخه پورته شوې او په یمن کې یې د تعز، لحج، الجوف، مأرب او حجه ولایتونو بېلابېلې سیمې په نښه کړې دي.

د حوثیانو ویاند ویلي چې د سعودي عربستان د هوايي بریدونو په ځواب کې یې لسګونه بالستیک توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې توغولي دي.

هغه ادعا کړې چې دغو توغندیو او ډرونونو د سعودي عربستان په خمیس مشیط کې د «ملک خالد» هوايي اډې پوځي تاسیسات او زېربناوې، په ځانګړي ډول د جنګي الوتکو هنګرونه، رادارونه، د الوتکو ځغاست‌لیکې او د مهماتو زېرمتونونه، په نښه کړي دي.

په همدې حال کې، ایراني کورنیو خبري اژانسونو د عربي سرچینو په حواله لیکلي چې د حوثیانو بالستیک توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې په ینبع، طائف، جده، ابها، جازان او العلا سیمو کې لګېدلي او په جازان کې د تېلو تاسیساتو کې اور لګېدلی دی.

حوثیانو په وروستیو ورځو کې د یمن په سوېل کې د پام وړ پرمختګونه کړي او ادعا کېږي چې د باب‌المندب تنګي کنټرول یې ترلاسه کړی دی. هغوی د تعز ولایت ستراتیژیکه سیمه، لکه د مخا ښار، او د لحج بېلابېلې سیمې نیولې او د عدن پر لور، چې د سعودي عربستان په ملاتړ د یمن د رسمي حکومت مرکز دی، د پرمختګ په حال کې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته