د پاکستان د سند محکمې د افغان محصلانو د ایستلو په اړه د طبي شورا حکم وځنډاوه

Oplus_131072

د پاکستان د سند ایالت عالي محکمې د دغه هېواد د طبي شورا هغه حکم وځنډاوه چې له مخې یې افغان محصلان اړ کېدل، چې د خپلو زده‌کړو له بشپړولو مخکې افغانستان ته ستانه شي.

د عرب نیوز د راپور له مخې، محکمې په موقتي ډول د کراچۍ په بېلابېلو پوهنتونونو کې پر زده‌کړو بوختو ۳۴ افغان محصلانو ته قانوني خوندیتوب ورکړی دی.

د پاکستان طبي او غاښونو شورا ویلي وو، هغه افغان اتباع چې تر دې وړاندې یې په پاکستان کې د طب یا غاښونو د زده‌کړو په پروګرامونو کې نوم‌لیکنه کړې وه، باید افغانستان ته ستانه شي.

دې ادارې همدارنګه د پاکستان طبي بنسټونو ته امر کړی و، چې د دغو محصلانو د وتلو اړوند د اسنادو بشپړول او نور اړین اداري مراحل ترسره کړي.

افغان محصلانو د دغو حکمونو په اعتراض کې محکمې ته عریضه کړې وه.

د سند عالي محکمې د یوې عریضې په اړه په خپل حکم کې ویلي: «په دې موده کې به تر اعتراض لاندې خبرتیاوې ځنډول شوې پاتې شي او تر هغه وخته به ځواب‌ویونکي د عریضه‌کوونکو پر وړاندې هېڅ ډول جبري اقدام نه کوي.»

د محکمې دغه حکم چارواکي تر سپټمبر ۲۹مې پورې له افغان محصلانو سره د هر ډول اقدام څخه منع کوي.

د لاهور عالي محکمې هم تېره اوونۍ ورته اقدام کړی و او د افغان طبي محصلانو پر وړاندې یې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د حکمونو عملي کېدل ځنډولي وو.

د پاکستان د طبي شورا دغه پرېکړې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ اعلان وکړ چې هغه افغان محصلان چې معتبرې ویزې لري او په رسمي او معتبر تحصیلي پروګرامونو کې شامل دي، اجازه به ولري چې خپلې زده‌کړې په دغه هېواد کې بشپړې کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته