د امریکا د پوځ مرکزي قومانداني (سنتکام) وايي، د ایران د سمندري محاصرې د دویم پړاو په ترڅ کې، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې روان دی، ۱۰۳ بېړۍ اړ شوې دي چې خپله لاره بدله کړي.
سنتکام نن سهار (چهارشنبه، د وږي ۲۵مه) په اېکس کې لیکلي چې د سمندري عملیاتو دوام لري، څو ډاډ ترلاسه شي چې اړوند مقررات مراعاتېږي.
متحده ایالاتو د اقتصادي فشار د واردولو په موخه، د لومړي پړاو په ترڅ کې د وري له ۲۴مې څخه د غبرګولي تر ۲۸مې پورې، شاوخوا دوه میاشتې د ایران جنوبي بندرونه محاصره کړي وو.
د اسلاماباد د تفاهملیک له لاسلیک لږ وروسته، د چنګاښ په ۲۳مه یې یو ځل بیا سمندري محاصره پیل کړه، چې اوس یې له دوو میاشتو څخه ډېره موده تېره شوې او لا هم دوام لري.
امریکايي ځواکونو په دې موده کې هېڅې سوداګریزې بېړۍ ته اجازه نه ده ورکړې چې د ایران له بندرونو څخه ووځي یا هغو ته دننه شي.
