د امریکا د استازو جرګې د درېیم ځل لپاره داسې پرېکړهلیک تصویب کړی چې له ایران سره په جګړه کې د ولسمشر پوځي واکونه محدودوي او د جګړې دوام د کانګرس له موافقې سره مشروطوي.
د استازو جرګې دا رایهاچونه د سېشنبې په ورځ (د وږي ۲۴مه) ترسره شوه چې په ترڅ کې یې پرېکړهلیک د ۲۲۰ موافقو رایو په مقابل کې د ۲۰۴ مخالفو رایو په ترلاسه کولو تصویب شو.
تر دې وړاندې هم د غبرګولي په ۱۳مه او د چنګاښ په ۳۱مه، په دوو جلا رایهاچونو کې ورته پرېکړهلیکونه تصویب شوي وو.
په داسې حال کې چې په تېر پړاو کې یوازې څلورو جمهوريپالو استازو د ولسمشر د پوځي واکونو د محدودولو پرېکړهلیک ته مثبته رایه ورکړې وه، دا ځل اوو جمهوريپالو له دیموکراتانو سره یوځای شول او موافقه یې وکړه.
د قانونجوړونکو دا هڅه وروسته له هغې کېږي چې د «کانګرس د بودجې دفتر» په یوه راپور کې ویلي، له ایران سره جګړې په تېرو شپږو میاشتو کې له ۳۸ میلیارد ډالرو څخه ډېر لګښت لرلی او د جګړې میاشتني لګښتونه تر درې میلیارد ډالرو پورې زیاتېږي.
په دغه راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې د توغندیو د دفاع دوامدارو عملیاتو د امریکا د توغندیو ضد دفاعي مرمیو (Interceptor) زېرمې په جدي ډول کمې کړې دي؛ هغه کمښت چې جبرانول یې ښايي کلونه وخت ونیسي.
د «جګړې د واکونو قانون» چې د ویتنام له جګړې وروسته تصویب شوی، د امریکا ولسمشر مکلفوي چې د اوږدمهالو پوځي شخړو لپاره د کانګرس اجازه ترلاسه کړي.
خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې دواړه ځله د قانونجوړونکو پرېکړهلیکونه له پامه غورځولي دي.
