د کاپیسا د طالبانو د امنیې قوماندانۍ وایي، د دغه ولایت د تګاب ولسوالۍ په یوه سیمه کې د یوې کورنۍ څلور غړي د ډزو له امله وژل شوي دي.
د دې قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا ډلهییزه وژنه نن (دوشنبه، د وږي ۳۰مه) د شپې شاوخوا ۲ بجې د «ببرخواجه» په کلي کې شوې ده.
د کاپیسا د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز ویلي، په دې ډزو کې درې ښځې او یو ماشوم وژل شوي دي.
د نوموړي په وینا، د دې ډزو لامل «کورنۍ دښمني» بلل شوې ده.
فایز زیاته کړې چې د ډزو عامل له سیمې تښتېدلی، خو د پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.
هغه ویلي چې د پېښې د روښانه کېدو او د ډزو د اصلي عامل د نیولو لپاره څېړنې روانې دي.
