د امریکا پنځو مشهورو تلویزیوني شبکو د ټرمپ د پروګرامونو ګډ پوښښ بند کړ

Oplus_131072

د امریکا پنځو لویو تلویزیوني شبکو، چې فاکس نیوز، ای‌بي‌سي، سي‌بي‌اېس، اېن‌بي‌سي او سي‌اېن‌اېن پکې شاملې دي، وروسته له هغې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پروګرامونو ګډ تلویزیوني پوښښ ودرولو چې د سي‌اېن‌اېن، اېم‌اېس‌اېن‌بي‌سي او پولیتیکو خبریالان سپینې ماڼۍ ته له ننوتلو منع شول.

دغه همغږی اقدام د دوشنبې په ورځ، د وږي په ۳۰مه، د سپینې ماڼۍ د هغه پرېکړې په اعتراض کې وشو چې د دغو درېیو رسنیو خبریالانو ته یې د سپینې ماڼۍ په پروګرامونو کې د ګډون اجازه نه ورکوله.

فاکس نیوز په یوه راپور کې لیکلي چې موضوع هغه مهال پیل شوه چې ډونالډ ټرمپ تېره جمعه اعلان وکړ چې د سي‌اېن‌اېن، اېم‌اېس‌اېن‌بي‌سي او پولیتیکو خبریالان به سپینې ماڼۍ ته له ننوتلو منع کړي.

د راپور له مخې، ټرمپ دغه رسنۍ د «جعلي خبرونو» په خپرولو تورنې کړې او ویې ویل چې د هغه د حکومت په اړه د دغو رسنیو پوښښ د دې پرېکړې لامل شوی دی. وروسته، د شنبې په ورځ، د دغو درېیو رسنیو خبریالان د سپینې ماڼۍ د محوطې پر مهال ودرول شول او د هغوی خبریالۍ پېژندپاڼې ترې واخیستل شوې.

پرون چې د سپینې ماڼۍ د ګډ تلویزیوني پوښښ وار د سي‌اېن‌اېن و، نورو شبکو د دې لپاره چې له سي‌اېن‌اېن سره خپل ملاتړ څرګند کړي، ونه غوښتل چې د دې شبکې ځای ونیسي.

د یوه ګډ میکانیزم له مخې، د امریکا پنځه لویې تلویزیوني شبکې، یعنې فاکس نیوز، اې‌بي‌سي، سي‌بي‌اېس، اېن‌بي‌سي او سي‌اېن‌اېن، د ولسمشر پروګرامونه او سفرونه په نوبتي ډول پوښي او ویډیويي انځورونه له نورو رسنیو سره شریکوي. خو د سي‌اېن‌اېن له ننوتلو وروسته، څلورو نورو شبکو هم اعلان وکړ چې د دې شبکې ځای به ونه نیسي.

په هغه ګډه اعلامیه کې چې فاکس نیوز خپره کړې، راغلي: «خلک د خپل حکومت په اړه دقیقو او خپلواکو معلوماتو ته حیاتي اړتیا لري. هېڅ حکومت باید یوه خبري اداره یوازې د دې لپاره محدوده نه کړي چې د هغې له راپورونو سره موافق نه دی.»

د فاکس نیوز د واشنګټن د دفتر مشر براین بواتن هم اعلان وکړ: «له نن څخه به د سپینې ماڼۍ د تلویزیوني پوښښ ګډه ډله د ولسمشر ټاکل شوي پروګرامونه نه پوښي.» هغه زیاته کړه چې «د سي‌اېن‌اېن لپاره به هېڅ بدیله ډله» جوړه نه شي.

په همدې وخت کې، سي‌اېن‌اېن، اېم‌اېس‌اېن‌بي‌سي او پولیتیکو اعلان وکړ چې د ټرمپ پر حکومت به دعوه وکړي.

دغو درېیو رسنیو ویلي چې د خبریالانو د اعتبارنامو لغوه کول او سپینې ماڼۍ او د ولسمشر پروګرامونو ته د هغوی له ننوتلو منع کول، پرته له مخکیني خبرتیا او قانوني بهیر څخه ترسره شوي او د امریکا د اساسي قانون د لومړي تعدیل له مخې د دوی حقونه نقضوي.

ټرمپ د رسنیو د دغو اقداماتو په غبرګون کې پر ټولنیزو رسنیو لیکلي: «سپینه ماڼۍ پر مطبوعاتو برید نه کوي، بلکې پر جعلي خبرونو برید کوي.»

هغه پر منع شوو رسنیو تور لګولی چې «فاسد، قصدي او همغږي شوي» راپورونه خپروي او ادعا یې کړې چې دغه وضعیت «د ملي امنیت لپاره ګواښ» دی.

د دې پرېکړې له امله نیویارک ته د ډونالډ ټرمپ سفر، چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د ګډون لپاره شوی، هم د دغو پنځو لویو شبکو له خپلواک تلویزیوني پوښښ پرته ترسره شو. سپینې ماڼۍ په غبرګون کې د ولسمشر د پروګرامونو ژوندۍ ویډیويي خپرونه د خپلو چینلونو له لارې وړاندې کړه.

همدارنګه، سپینې ماڼۍ نن سهار د «ټرمپ ټي‌وي» په نوم د یوه نوي تلویزیوني چینل د جوړېدو خبر ورکړ. دغه چینل به د ولسمشر او سپینې ماڼۍ د پروګرامونو ۲۴ ساعته پوښښ ته ځانګړی وي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته