د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، ناروې د افغانستان له بشري مرستو صندوق سره ۱۵ میلیونه کرونې، چې د ۱.۶۳ میلیونه امریکايي ډالرو معادل کېږي، مرسته کړې ده.
اوچا نن (دوشنبه، د وږي ۳۰مه) په اېکس کې د یوه پوسټ له لارې د ناروې له حکومت څخه د دې مرستې له امله مننه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې دغه مرسته به د افغانستان په کچه اړمنو کسانو ته د بشري مرستو د دوام په برخه کې مرسته وکړي.
دا مرسته په داسې حال کې شوې چې په افغانستان کې د بشري مرستو پروګرام له سخت مالي کمښت سره مخ دی.
