د افغانستان د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره، چې اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، وایي چې په تېر یو کال کې په هېواد کې د اوبو په څاهونو کې د لوېدو ۲۴ پېښې ثبت شوې دي.
د دغې ادارې ویاند، محمدیوسف حماد، نن (چهارشنبه، د تلې لومړۍ نېټه) په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې په دغو پېښو کې ۱۵ کسان مړه شوي او نهه نور کسان ژغورل شوي دي.
د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویاند زیاته کړې چې په مړو شویو کسانو کې ۱۱ ماشومان او څلور نارینه شامل دي.
هغه وایي، چې د دغسې پېښو د مخنیوي او د ژغورنې لپاره د دغې ادارې له خوا یوه ځانګړې ژغورونکې ډله جوړه شوې ده.
په وروستیو کلونو کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه په څاهونو کې د خلکو، په ځانګړي ډول د ماشومانو، د لوېدو ګڼې پېښې راپور شوې دي.
د ماشومانو په اړه بېاحتیاطي او نه پاملرنه، او همدارنګه د اوبو د څاهونو د خولو نه پوښل، د دغو پېښو له اصلي عواملو څخه بلل شوي دي.
