په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په غبرګون کې، چې د کونړ او پکتیکا ولایتونو ځینې سیمې یې په نښه کړې دي، د ملکي استوګنیز کور په نښه شوی، چې له امله یې یو سپین ږیری سړی، د هغه مېرمن او ل وګړو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ نن (چهارشنبه، د تلې لومړۍ نېټه) پر اېکس لیکلي چې: «باید د ملکي وګړو ساتنه وشي او نړیوال بشردوستانه قوانین باید رعایت شي.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) دفتر تأیید کړې چې د پاکستان په وروستیو هوايي بریدونو کې درې ملکي کسان وژل شوي دي.
د پاکستان جنګي الوتکو د روانې اوونۍ د دوشنبې په سهار د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ او د پکتیکا د برمل ولسوالۍ ځینې سیمې بمبار کړې.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې د پاکستان په برید کې د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د «پتن» په سیمه کې یو استوګنیز کور په نښه شوی، چې له امله یې یو سپین ږیری سړی، د هغه مېرمن او لور وژل شوي او د کورنۍ څلور نور غړي ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا، په پکتیکا کې د پاکستان بریدونو یو تش کور او یوه دوکان په نښه کړی، چې د مرګژوبلې لامل نه دی شوی.
خو د پاکستان حکومت اعلان کړی چې په دې عملیاتو کې «۲۸ ترهګر» وژل شوي دي. پاکستان وایي چې دا بریدونه په خیبر پښتونخوا کې د وروستیو بریدونو په ځواب کې ترسره شوي دي.
