د ایران سره د خبرو په اړه د ټرمپ له څرګندونو وروسته د تېلو بیه راټیټه شوه

Oplus_131072

د تېلو بیه نن، چهارشنبه، د تلې په لومړۍ نېټه، وروسته له هغې راټیټه شوه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، د هغه د حکومت استازو په ملګرو ملتونو کې له ایراني چارواکو سره «ډېرې ښې خبرې» کړې دي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د برېنټ خام تېلو بیه، چې نړیوال شاخص دی، او د امریکا د تېلو اصلي شاخص «وېسټ ټېکساس انټرمیډیټ» (WTI) دواړه له ۱۰۰ ډالرو څخه ښکته شول. دغه بیه د فبرورۍ په میاشت کې په منځني ختیځ کې د جګړې له پیل راهیسې څو ځله له ۱۰۰ ډالرو اوښتې وه.

د اسیا د بازارونو د ماسپښین په راکړه ورکړه کې د یوه بېرل برېنټ تېلو بیه ۹۹.۳۰ ډالرو ته ورسېده، په داسې حال کې چې د WTI تېلو بیه ۸۹.۹۳ ډالرو ته راټیټه شوه.

ټرمپ خبریالانو ته وویل چې د امریکا او ایران درې ساعته لیدنه «ډېره ښه» او «ډېره رغنده» وه او زیاته یې کړه چې «دوی په ډېر نږدې راتلونکي کې د یوې بلې لیدنې لپاره پلان جوړ کړی دی».

د امریکا د ولسمشر دغه څرګندونې یوازې څو ساعته وروسته له هغې وشوې چې هغه په ملګرو ملتونو کې په خپله وینا کې وویل چې له ایران سره د یوې لویې پرېکړې پر وړاندې ولاړ دی. هغه خبرداری ورکړ چې که له ایران سره هوکړې ته ونه رسېږي، «اسلامي جمهوریت به له منځه یوسي او دا کار به په چټکۍ سره ترسره کړي».

د امریکا او اسرائیلو له خوا د جګړې له پیل څخه نږدې اووه میاشتې وروسته، دواړه لوري له بن‌بست سره مخ دي؛ ایران د هرمز تنګی تړلی ساتلی او امریکا هم د ایران پر بندرونو متقابل محاصره عملي کوي.

په یمن کې د سعودي عربستان د ملاتړ لرونکو حکومتي ځواکونو او د ایران د ملاتړ لرونکو حوثیانو ترمنځ نښتو هم د سره سمندرګي له لارې د انرژۍ صادرات کم کړي دي.

د تېلو د بیې دغه کمښت په داسې حال کې رامنځته شوی چې د سعودي عربستان د ختیځ ـ لویدیځ د تېلو په نل‌لیکه کې د فعالیتونو د بیا پیل په اړه راپورونه خپاره شوي دي. دغه نل‌لیکه د سعودي عربستان د تېلو د صادراتو له مهمو لارو څخه ده او د بې‌پیلوټه الوتکو له بریدونو وروسته تړل شوې وه.

بلومبرګ د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړی چې سعودي عربستان غواړي د همدې لارې د تېلو صادرات د روانې اوونۍ په پای کې بېرته پیل کړي.

خو بلومبرګ راپور ورکړی چې په داسې حال کې چې د سعودي د تېلو شرکت «ارامکو» اسیايي تصفیه‌خونو ته ویلي چې ډېر ژر به وکولای شي خپل خام تېل د سره سمندرګي له ینبع بندر څخه ترلاسه کړي، اروپايي مشتریانو ته یې ویلي چې د اکتوبر په میاشت کې به هغوی ته تېل ځانګړي نه کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته