د طالبانو د ښار جوړونې او کور جوړونې وزارت وايي، د نوي کابل ښار د اوبو رسولو لپاره له کاپیسا ولایت د صیاد سیمې څخه نوي کابل ته د اوبو د لېږد طرحه ارزوي.
دغه وزارت نن، چهارشنبه د میزان په لومړۍ نېټه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له صیاد څخه نوي کابل ښار ته د اوبو د لېږد پروژه اوس د طرحې او ارزونې په پړاو کې ده.
د وزارت په وینا، د ترسره شویو مطالعاتو پر بنسټ، د صیاد د ځمکې لاندې اوبو زېرمه د هغو څلورو وړاندیز شویو سرچینو له ډلې څخه ده چې د نوي کابل ښار د اوبو رسولو لپاره په پام کې نیول شوې ده.
دغه د اوبو سرچینه د پنجشېر او غوربند سیندونو د یوځای کېدو سیمې ته نږدې، د غوربند سیند په سوېلي برخه کې موقعیت لري او له نوي کابل ښار څخه شاوخوا ۵۵ کیلومتره واټن لري.
د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (جایکا) له خوا په ۲۰۱۲ کال کې د ترسره شویو مطالعاتو او امکانسنجۍ له مخې، د نوي کابل ښار د نفوس او ښاري اړتیاوو په پام کې نیولو سره، د هر کس لپاره د ورځې ۱۵۰ لیټره اوبه اټکل شوې دي.
د دغو مطالعاتو پر بنسټ، د نوي کابل ښار، د کابل ښار د اوولسمې ناحیې او شیخ کلي د اړتیاوو په ګډون، د اوبو ټولیزه اړتیا شاوخوا ۷.۳۴ متر مکعب په ثانیه اټکل شوې ده. دا اندازه په کال کې شاوخوا ۲۳۳.۴ میلیونه متر مکعب اوبو ته رسېږي.
د جایکا د مطالعاتو له مخې، د صیاد په سیمه کې د ځمکې لاندې طبیعي اوبو زېرمه د پام وړ ظرفیت لري.
د ښار جوړونې وزارت په وینا، له دې طبیعي اوبو لرونکو طبقو څخه د اوبو د ایستلو ظرفیت شاوخوا ۴ متر مکعب په ثانیه او کلنی ظرفیت یې شاوخوا ۱۲۶.۱۴۴ میلیونه متر مکعب اټکل شوی دی.
د طالبانو د ښار جوړونې او کور جوړونې وزارت وايي، د جایکا د تخنیکي سپارښتنې له مخې، که د اوبو د ایستلو لپاره د «نفوذي ګالرۍ» سیستم وکارول شي، د اوبو د ایستلو ظرفیت په ثانیه کې ۶.۳ متر مکعب او په کال کې شاوخوا ۱۹۸.۶۷ میلیونه متر مکعب ته لوړېدلی شي. دا اندازه د نوي کابل ښار د اټکل شوې کلنۍ اړتیا شاوخوا ۸۵ سلنه جوړوي.
نوی کابل ښار یوه لویه ښاري پروژه ده چې د اوسني کابل ښار په شمال کې د دهسبز په سیمه کې موقعیت لري. د دې پروژې طرحه شاوخوا ۲۰ کاله وړاندې د افغانستان د پخواني حکومت له خوا تصویب شوې وه، خو تر اوسه عملي شوې نه ده.
دا پروژه په څلورو پړاوونو کې طرحه شوې او لومړی پړاو یې په پنځو برخو وېشل شوی دی. طالبانو دوه کاله وړاندې د دې پروژې د کار د پیل خبر ورکړی و.
اوسنی کابل ښار د نفوس له زیاتوالي او د اوبو په ګډون د اساسي امکاناتو له سخت کمښت سره مخ دی. د کابل ښار د اوبو اړتیاوې دا مهال تر ډېره د ځمکې لاندې اوبو له سرچینو څخه پوره کېږي.
کارپوهانو خبرداری ورکړی چې ښايي د کابل د ځمکې لاندې اوبو سرچینې په راتلونکو پنځو کلونو کې وچې شي او دغه ښار د اوبو له جدي کمښت سره مخ شي.
له دې وړاندې پلان شوی و چې د پنجشېر سیند اوبه کابل ته ولېږدول شي، خو دغه پروژه ډېرو مالي سرچینو ته اړتیا لري او تر اوسه عملي شوې نه ده.
