د ایران د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې د دغه هېواد پلاوي په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د غونډې په څنډه کې، د قطري منځګړو له لارې له امریکا سره «تعامل» کړی دی.
د ایران د دولتي ټلویزیون د راپور له مخې، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي نن، چهارشنبه د تلې په لومړۍ نېټه، ویلي چې «دغه تعامل د ایران د شرایطو د رسولو په موخه ترسره شو، چې په ټولو جبهو کې د جګړې پای، د امریکا د تهاجمي اقداماتو درول، سمندري محاصره او اقتصادي جګړه پای ته رسول، د ایران د شتمنیو ازادول او نور موارد پکې شامل دي.»
تر دې مخکې د منځني ختیځ په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویتکاف ویلي وو: «د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د غونډې په څنډه کې، موږ د هغو منځګړو له لارې چې د ورځې په اوږدو کې د دواړو لورو ترمنځ تګ راتګ کاوه، له ایراني پلاوي سره تفصیلي خبرې وکړې.»
هغه زیاته کړې وه: «هغوی (منځګړو) په بریالیتوب سره د خبرو یوه دوره پای ته ورسوله. هیله لرو چې دا خبرې رغنده او د مثبتو پایلو لپاره هیلهبښونکې وي. منځګړي به خپل کار ته دوام ورکړي.»
اوس مهال د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په نیویارک کې دي. ټاکل شوې چې د ایران ولسمشر نن ماښام د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غونډه کې وینا وکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون په همدې غونډه کې په خپله وینا کې خبرداری ورکړ چې که له ایران سره هوکړې ته ونه رسېږي، دغه هېواد به له منځه یوسي.
