پنټاګون: د ابراهام لنکن الوتکه‌وړونکې بېړۍ کې اتو سمندري سرتېرو د ځان‌وژنې هڅه کړې

Oplus_131072

وروسته له هغې چې د ابراهام لنکن الوتکه‌وړونکې بېړۍ د نامناسبو شرایطو په اړه راپورونه خپاره شول، د امریکا د جګړې وزارت تایید کړې چې په دې بېړۍ کې اتو سمندري سرتېرو د ځان‌وژنې هڅه کړې ده.

د «CBS» خبري شبکې د چهارشنبې په ورځ (۱ د تلې) په یوه راپور کې لیکلي چې ځینې دغه هڅې له ایران سره د جګړې پر مهال شوې دي.

د امریکا د سمندري ځواکونو سرپرست وزیر هونګ کاؤ په هغه لیک کې چې CBS ترلاسه کړی، تایید کړې چې له تېر کال راهیسې د ابراهام لنکن الوتکه‌وړونکې بېړۍ د څو میاشتو اوږدې او سختې دندې له پیل راهیسې، په ټوله بېړۍ کې د ځان‌وژنې اته هڅې ثبت شوې دي.

کاؤ دغه شمېرې د دیموکراتې سناتورې کریسټن ګیلیبرنډ د پوښتنو په ځواب کې په یوه لیک کې وړاندې کړې دي.

هغه لیکلي: «د ځان‌وژنې اته هڅې شوې دي، چې په دې شمېر کې هغه سمندري سرتېري هم شامل دي چې ابراهام لنکن، د هغې هوايي څانګې او د بېړۍ د بدرګې کوونکو جنګي بېړیو ته ګمارل شوي وو.»

د امریکا د سمندري ځواکونو سرپرست وزیر زیاته کړې چې «په خپله بېړۍ کې هېڅ ځان‌وژنه نه ده شوې.»

د پوځ یوه چارواکي تایید کړې چې د ځان‌وژنې له هڅو څخه دوه یې «له ایران سره د فعالې جګړې پر مهال» ترسره شوې دي.

ابراهام لنکن، چې یوه داسې سمندري ډله لري چې اټومي اوبتلونه هم پکې شامل دي، تېر کال منځني ختیځ ته ورسېده او له ۲۵۰ ورځو څخه زیات یې پرته له وقفې دنده ترسره کړه او د ایران په جګړه کې یې هم فعاله ونډه لرله.

په منځني ختیځ کې د دې بېړۍ د جګړه‌ییز ماموریت پر مهال، د زرګونو سپرو سرتېرو کورنیو شکایت کړی و چې سمندري سرتېري له نامناسبو شرایطو سره مخ دي. په دغو ستونزو کې د خوړو کمښت، د اکمالاتو ستونزې او د تشنابونو د نلدوانۍ خراب سیستم شامل وو.

که څه هم د امریکا حکومت په لومړي سر کې دغه راپورونه رد کړل، خو د شکایتونو له خپرېدو څه موده وروسته دا بېړۍ له جګړه‌ییز ماموریت څخه وایستل شوه، څو د ختیځې لارې له مخې بېرته خپل هېواد ته ستنه شي. بېړۍ د څه مودې لپاره د تایلنډ په یوه بندر کې تم شوه، د روانې اوونۍ په پیل کې ګوام ته ورسېده او ټاکل شوې چې د کالیفورنیا سن ډیاګو ته ستنه شي.

سناتورې ګیلیبرنډ پرون په یوه بیان کې ویلي: «هغه څه چې ټرمپ او وزیر هګسېټ د جعلي خبرونو په توګه رد کړل، په حقیقت کې زموږ د پوځ د غړو لپاره جدي او مخ پر خرابېدو شرایط وو.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته