د ارزګان ولایت سیمهییز مسوولین وايي چې د یاد ولایت په ترینکوټ ښار کې یوه تنکي ځوان ځان زندۍ کړی او ژوند ته یې د پای ټکی ایښی دی.
د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دغه ځوان، چې د ذبیحالله په نوم دی، د ترینکوټ ښار د سرخوم په کلي کې له خپلې کورنۍ سره تر جنجال وروسته ځان ځړولی دی.
د امنیه قوماندانۍ مسوولینو ویلي دي چې دغه پېښه تېره ورځ «سهشنبه، د تلې ۹مه» رامنځته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اقتصادي ستونزو له امله ځوانانو ځان وژنې کړې دي.
