د طالبانو د ریاستالوزرا اداري مرستیال، ملا عبدالسلام حنفي، ویلي چې طالبان د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې حنفي دا څرګندونې د یکشنبې په ماښام د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال او د افغانستان لپاره د دغه سازمان له ځانګړي استازي، طارق علي بخیت، سره په لیدنه کې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او اسلامي همکاریو سازمان ترمنځ د اړیکو پر پراختیا، د روغتیا او ښوونې او روزنې په برخو کې پر همکارۍ، د کډوالو پر ملاتړ او بشري مرستو خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې طارق علي بخیت له افغانستان سره د مرستو او همکاریو په برخه کې د خپل سازمان پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.
بخیت تر دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي او د عامې روغتیا له وزیر نور جلال جلالي سره هم لیدلي وو په دغو لیدنو کې د افغانستان او اسلامي همکاریو سازمان ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او د همکاریو پر زیاتوالي خبرې شوې وې.
