د ایران مشر مجتبی خامنهيي د دغه هېواد د وسلهوالو ځواکونو له قوماندانانو سره په لیدنه کې ویلي چې «هر ډول او هره کچه ګواښ باید له جغرافیایي محدودیت پرته له سمدستي او اغېزناک ځواب سره مخ شي».
د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران مشر زیاته کړې: «که دښمنان بیا پوځي یا ترهګریز بریدونه پیل کړي، د ایران اسلامي جمهوریت وسلهوال ځواکونه او خلک به د دغو بریدونو د پای ته رسېدو وخت او شرایط وټاکي.»
مجتبی خامنهيي د دښمنانو پر وړاندې د پیاوړي غبرګون لپاره «هوښیارانه پوځي چمتووالی» د «اعظمي مخنیوي» له مهمو اړتیاوو بللی دی.
هغه د پوځي استخباراتو د جوړښت پر پیاوړتیا، د پوځي اصولو او تاکتیکونو په برخو کې د کورني دفاعي ظرفیت پر پراختیا، د نویو دفاعي او امنیتي وړتیاوو پر لوړولو او د ایراني وسلهوالو ځواکونو د معنوي ځواک او جهادي روحیې پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
دا د ایران له وسلهوالو ځواکونو د قوماندانانو سره د مجتبی خامنهيي لومړۍ لیدنه ده.
نوموړي داسې مهال د بریدونو پر وړاندې د سمدستي ځواب امر کړی چې په وروستیو ورځو کې د امریکا له خوا پر ایران د احتمالي بیا برید په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.
مجتبی خامنهيي وروسته له هغې د ایران د مشر په توګه ټاکل شوی چې پلار یې د تېر کال د سلواغې په نهمه د امریکا او اسرائیلو په بریدونو کې وژل شوی و.
نوموړی تر اوسه په عام محضر کې نه دی راڅرګند شوی او یوازې یې له یو شمېر لوړپوړو ایراني چارواکو سره لیدلي دي.
