ټرمپ: ایران هوکړه غواړي او خبرې اترې په ښه ډول پر مخ ځي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، په داسې حال کې چې د ایران پر اټومي تاسیساتو یې د نویو بریدونو ګواښ کړی، وايي چې ایرانیان هوکړه غواړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې په ښه ډول پر مخ روانې دي.

ټرمپ د شنبې په شپه (د لړم ۹مه) په فلوریډا کې په خپل استوګنځي کې د هالووین د جشن په څنډه کې له خبریالانو سره خبرې وکړې.

د امریکا ولسمشر وویل: «خبرې اترې په ښه ډول پر مخ ځي، هغوی (ایرانیان) غواړي هوکړه وکړي؛ باید ولیدل شي چې ایا رښتیا هم هوکړې ته رسېږي که نه.»

هغه ایران د ژمنو په ماتولو تورن کړ او ویې ویل: «خو هغوی ډېر د باور وړ نه دي. هوکړه کوي او بیا پر خپله خبره نه درېږي.»

ټرمپ د قطر په منځګړیتوب د روانو خبرو اترو په اړه هم خبرې وکړې، خو د دغو خبرو د پایلې لپاره یې کومه مشخصه نېټه ونه ښوده. هغه وویل: «موږ هېڅ بیړه نه لرو.»

هغه یو ځل بیا ادعا وکړه چې متحده ایالاتو د ایران سمندري ځواک، هوايي ځواک او د تولید وړتیاوې له منځه وړې دي.

ټرمپ یو ځل بیا ګواښ وکړ چې پر «کوه کلنګ» به برید وکړي او ویې ویل: «موږ کولای شو په لسو دقیقو کې په ایران کې د پاتې شویو یوه یا دوو اټومي تاسیساتو په اړه پرېکړه وکړو.»

کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا پر ایران د بیاځلي بریدونو امر به وکړي، دا پوښتنه یې «احمقانه» وبلله او ویې ویل: «ښايي باید دا موضوع وڅېړو؛ موږ کولای شو دا ټول کارونه ډېر ژر ترسره کړو. فرض کړئ چې ما داسې کار وکړ؛ ایا تاسو ته به ووایم؟ نه شم کولای تاسو ته ووایم.»

د امریکا ولسمشر په داسې حال کې د خبرو اترو د پرمختګ او پر ایران د احتمالي برید په اړه خبرې کړې چې د قطر په منځګړیتوب خبرې روانې دي. دغه خبرې چې تېره اوونۍ په تهران کې پیل شوې وې، پرون په دوحه کې هم دوام وکړ.

د دغو خبرو اترو یوې باخبره سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې ایراني مذاکره کوونکو د شنبې په ورځ په دوحه کې له قطري منځګړو سره ولیدل، څو د فارس خلیج په سیمه کې له جګړې څخه د وتلو لارې چارې وڅېړي.

سرچینې ویلي چې دا خبرې له واشنګټن سره د منظمو اړیکو له لارې پر مخ تللې او ډیپلوماټان هڅه کوي چې په روانه اوونۍ کې د امریکا له منځمهاله ټاکنو وروسته د نوو نښتو مخه ونیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم پرون تایید کړې چې ډونالډ ټرمپ لا هم پر ایران د نویو بریدونو په اړه پرېکړه نه ده کړې او غوره ګڼي چې شخړه د ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته