د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضايي وايي، د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډي ونس لیک یې لوستی، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ورکړی.
د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي نن شپه (شنبه، د لړم ۹مه) له «شبکې خبر» سره په مرکه کې ادعا وکړه چې په دې لیک کې د امریکا لحن «په بشپړه توګه بدل شوی» او هغه یې د ایران د بریا او اقتدار د ټینګښت «ډېره ښه نښه» وبلله.
هغه وویل، امریکا تر اوسه د دې لیک د محتوا په اړه څه نه دي خپاره کړي او له همدې امله دی هم اوس د لیک د محتوا په اړه څه نه وايي.
د والسټریټ ژورنال د راپور له مخې، قطري منځګړو تېره یکشنبه په تهران کې د جيډي ونس لیک محسن رضايي ته سپارلی دی.
د راپورونو له مخې، جيډي ونس په دې لیک کې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیل او د تهران لهخوا د خپلو اټومي ژمنو د بېرته منلو غوښتنه کړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم نن شپه الجزیرې ته وویل چې دا لیک «په دقت څېړل شوی او د لوړې کچې په غونډو کې پرې بحث شوی دی».
دا لیک په داسې حال کې لېږل شوی چې د منځګړو هڅې د ایران او امریکا د بېرته خبرو مېز ته د ستنېدو لپاره زیاتې شوې دي.
قطري منځګړي پرون تهران ته سفر کړی و او نن یې په دوحه کې له ایراني چارواکو سره خبرو ته دوام ورکړ.
ځینو قطري رسنیو راپور ورکړی چې یو ایراني پلاوی به هم له ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره دوحې ته سفر وکړي؛ خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر له امریکایانو سره هر ډول لیدنه رد کړې او دا یې د رسنیو اټکلونه بللي دي.
