په دایکنډي کې یو سیمه‌ییز مخور په مرموز ډول وژل شوی

د دایکنډي ولایت سرچینې وايي، د دغه ولایت د شهرستان ولسوالۍ یو سیمه‌ییز مخور د شپې له خوا په خپل کور کې په مرموز ډول وژل شوی دی.

یوې سرچینې د «اطلاعات روز» ورځپاڼې ته ویلي، غلام‌محمد د شهرستان ولسوالۍ د غوچان سیمې له سپین‌ږیرو څخه و.

د سرچینې په وینا، غلام‌محمد تېره شپه (جمعه، د عقرب ۸مه) په خپله کوټه کې د دوو مرمیو په ډزو وژل شوی دی. سرچینې زیاته کړې چې په دې ډزو کې د هغه د کورنۍ نورو غړو ته زیان نه دی رسېدلی.

بلې سرچینې ویلي، پر غلام‌محمد د کوټې له کړکۍ ډزې شوې دي؛ هغه مهال چې نوموړی په لمانځه بوخت و.

تر اوسه د دغه سیمه‌ییز مخور د وژنې انګېزه او عاملان نه دي روښانه شوي. په دایکنډي کې د طالبانو ځايي چارواکو هم د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي. د غلام‌محمد جسد نن خاورو ته سپارل شوی دی.

یوه اوونۍ وړاندې هم د دایکنډي د خدیر ولسوالۍ د کیان په سیمه کې یو ځوان په مرموز ډول په ډزو وژل شوی و. دغه ځوان حسن خدایي نومېده او د شپې له خوا په خپل دوکان کې د ناپېژاندو کسانو له لوري وژل شوی و.

هره ورځ له بېلابېلو ولایتونو څخه د مرموزو وژنو او د مړو جسدونو د موندل کېدو راپورونه خپرېږي؛ دا په داسې حال کې ده چې طالبان په افغانستان کې د سراسري امنیت د ټینګښت ادعا کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته