د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د افغانستان د کانونو په ملي او نړیوال تخصصي نندارتون کې د ۱۴۱ میلیونه او ۳۲۰ زره افغانیو په ارزښت د کابل یاقوت او د کونړ او نورستان قیمتي او نیمهقیمتي ډبرې پلورل شوې دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د یادو ډبرو د پلور داوطلبۍ پرون (جمعه) د نندارتون په درېیمه ورځ ترسره شوې، چې ګڼو کورنیو او بهرنیو سوداګرو پکې ګډون کړی و.
تر دې وړاندې د نندارتون په دویمه ورځ هم د پنجشېر ۶ زره او ۸۷۲ قیراطه زمرد په ۴۳ میلیونه او ۱۴۲ زره افغانیو پلورل شوي وو.
