مایکروسافټ خپلو ۶۰ زرو کارکوونکو ته د داوطلبانه دندې پرېښودو وړاندیز کوي

مایکروسافټ شرکت اعلان کړی، چې شاوخوا ۶۰ زرو کارکوونکو ته به د مالي امتیازونو په بدل کې د دندو پرېښودو وړاندیز وکړي. دغه شمېر د دې شرکت د ټول کاري ځواک نږدې څلورمه برخه جوړوي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، دغه ستره ټکنالوژیکي کمپنۍ په داسې حال کې د لګښتونو کمولو هڅه کوي، چې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې پراخې پانګونې کوي.

د مایکروسافټ د یوه ویاند په وینا، په امریکا، کاناډا، هند او بریتانیا کې د مشخصو ټیمونو هغه کارکوونکي د دې وړاندیز شرایط پوره کوي، چې د مرستیال رئیس په کچه یا تر دې ټیټو بستونو کې کار کوي.

خو د کارکوونکو ځینې ډلې، د بېلګې په توګه د معلوماتو د زېرمه کولو د مرکزونو، پلور او بازارموندنې د برخو یو شمېر کارکوونکي، له دې طرحې مستثنا شوي دي.

د مایکروسافټ اجرائیوي مرستیالې او د بشري سرچینو مشرې، ایمي کولمن، کارکوونکو ته په یوه یادښت کې لیکلي: «د داوطلبانه وتلو وړاندیز د بدلون په اړه زموږ د بدلېدونکې تګلارې یوه مهمه برخه ده؛ داسې تګلاره چې لا ډېره انعطاف‌منونکې ده او، چېرته چې امکان ولري، کارکوونکو ته د خپل مسلکي ژوند د راتلونکي پړاو د ټاکلو لپاره ډېرې لارې برابروي.»

دا په روان کال کې دویم ځل دی، چې مایکروسافټ خپلو کارکوونکو ته د مالي امتیازونو په بدل کې د دندو پرېښودو یا د داوطلبانه تقاعد وړاندیز کوي.

راپورونه ښيي، چې دې شرکت د اپرېل په میاشت کې په امریکا کې د خپل کاري ځواک شاوخوا اووه سلنه کارکوونکو ته د وختي تقاعد فرصت وړاندیز کړی و.

د سي‌اېن‌بي‌سي خبري شبکې د راپور له مخې، شاوخوا ۳۰ سلنه هغو کارکوونکو، چې د دې طرحې شرایط یې پوره کول، د داوطلبانه تقاعد وړاندیز منلی و.

د څارونکو ادارو ته د وړاندې شویو اسنادو له مخې، مایکروسافټ د جون میاشتې په پای کې په ټوله نړۍ کې ۲۲۳ زره کارکوونکي لرل؛ په داسې حال کې چې د ۲۰۲۵ کال په پای کې د دې شرکت د کارکوونکو شمېر ۲۲۸ زره و.

د مایکروسافټ د کاري ځواک شاوخوا ۲۷ سلنه کارکوونکي د داوطلبانه دندې پرېښودو د نوي وړاندیز شرایط پوره کوي.

تمه ده چې دغه شرکت د روانې اوونۍ په وروستیو کې د درې‌میاشتني عاید راپور خپور کړي.

مایکروسافټ د نورو سترو ټکنالوژیکي شرکتونو په څېر، د معلوماتو د زېرمه کولو په مرکزونو او د مصنوعي ځیرکتیا په چپونو سلګونه میلیارده ډالره پانګونه کوي.

د دغو پراخو لګښتونو له امله پانګه‌والو دا پوښتنه راپورته کړې، چې ایا د دې پانګونو عاید به د هغوی درانه لګښتونه توجیه کړي او که نه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته