د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د افغانستان له بشري مرستو صندوق سره د کویت د ۲.۵ میلیونه ډالرو «څوکلنې» مرستې خبر ورکړی دی.
اوچا نن (سهشنبه، ۵ عقرب) پر اېکس ټولنیزې شبکې په یوه خپاره کړي پوسټ کې د دې مرستې له امله د کویت له دولت څخه مننه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي، له ۲۰۲۴ میلادي کال راهیسې تر اوسه په افغانستان کې د بشري مرستو د هڅو د دوام لپاره د کویت ملاتړ ډېر ارزښتناک دی.
دا مرسته په داسې حال کې کېږي چې په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو پروګرام له سختې بودجوي کمښت سره مخ دی.
ملګرو ملتونو په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د ۱۷.۵ میلیونه زیانمنونکو کسانو د مرستې لپاره د ۱.۷ میلیارد ډالرو بودجې غوښتنه کړې، خو تر اوسه د دې بودجې یوازې څه باندې ۳۳ سلنه برابره شوې ده.
