په امریکا کې د کاتولیکې کلیسا دوو لوړپوړو اسقفانو په سپینه ماڼۍ کې د دغه هېواد له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې له امله په عامه توګه بښنه غوښتې او ویلي یې دي چې له دې غونډې څخه د هغوی له حضور څخه سیاسي ناوړه ګټه اخیستل شوې ده.
د میلواکي ښار ارشپ جفري ګروب په خپله د بښنې په اعلامیه کې ویلي: «ما فکر کاوه چې دا لیدنه به خصوصي وي او په سیاسي تبلیغاتي عکس اخیستلو به بدله نه شي.»
هغه زیاته کړې چې د ولسمشر ټرمپ سره په لیدنه کې د خپل حضور له امله د خلکو د «خفګان او ګډوډۍ» په رامنځته کېدو خواشینی دی.
د آیوا ایالت د ډي موین ښار اسقف ویلیام یانسن هم په یوه اعلامیه کې ویلي: «کاشکې زه ډېر هوښیار او لږ سادهباوره وای.»
هغه زیاته کړې چې «ځینو کسانو زموږ له لیدنې څخه د ګوندي سیاسي موخو لپاره ناوړه ګټه اخیستې ده.»
یانسن ټینګار کړی چې اسقفانو په دې غونډه کې د ګډون له لارې د هېڅ سیاسي ګوند یا نوماند د ملاتړ اراده نه درلوده. هغه ویلي: «موږ په هېڅ ډول دا نیت نه درلود چې په دې غونډه کې د ګډون له لارې له کوم سیاسي ګوند یا مشخص نوماند څخه خپل ملاتړ اعلان کړو.»
دا لیدنه د تېرې پنجشنبې په ورځ (۳۰ میزان) په سپینه ماڼۍ کې د ۱۲ کاتولیک اسقفانو په ګډون ترسره شوه.
ګروب ویلي چې دا غونډه د کډوالۍ د پالیسیو د پلي کېدو، بهرنیو دیني عالمانو ته د ویزو د صادرولو او «د بېوزلو او زیانمنونکو کسانو د استثمار» په اړه د خبرو اترو په موخه جوړه شوې وه.
دا پروګرام د هریټېج بنسټ په همغږۍ جوړ شوی و او اسقفانو ویلي چې هغوی ته ویل شوي وو چې غونډه به خصوصي وي. خو د دې لیدنې د انځورونو خپرېدل د اسقفانو لپاره په تاوان تمام شول.
اسقفان د سپینې ماڼۍ له کارکوونکو او د پالیسۍ له سلاکارانو سره تر شاوخوا ۹۰ دقیقو خبرو وروسته د سپینې ماڼۍ د بیضوي دفتر ته ولېږدول شول. هلته ډونالډ ټرمپ د هغوی هرکلی وکړ او وروسته د غونډې د جوړوونکو په غوښتنه، اسقفان د هغه تر شا ودرېدل او دعا یې ورته وکړه.
ګروب ویلي چې هغوی نه وو خبر چې له دې صحنې فلم اخیستل کېږي او د انځورونو او ویډیوګانو د خپرولو اجازه یې هم نه وه ورکړې.
د ولسمشر ځانګړې مرستیالې او د سپینې ماڼۍ د اړیکو سلاکارې مارګو مارتین د دې مراسمو انځورونه او ویډیو په اېکس ټولنیزه شبکه کې خپاره کړل.
د امریکا د منځمهاله ټاکنو په درشل کې د دغو مطالبو خپرېدو دا برداشت رامنځته کړ چې اسقفان د ټرمپ او د جمهوريپال ګوند د سیاستونو ملاتړ کوي.
خو اسقفانو د دې لیدنې له امله د پښېمانۍ په څرګندولو سره ویلي چې د انځورونو خپرول د مذهبي نښو او سمبولونو څخه د تبلیغاتي ګټې اخیستنې او د دې انګېرنې د رامنځته کولو هڅه وه چې ګواکې د کاتولیکو مشرانو د ولسمشر ملاتړ کړی دی.
د میلواکي ارشپ هم په خپله اعلامیه کې ویلي چې دعا، چې د دیني مشرانو لپاره یو سپېڅلی عمل دی، «په سیاسي بڼه» ترې ګټه اخیستل شوې ده.
