د ایټالوي بنسټ مشره: په هغه ښوونځي کې چې ما جوړ کړی، د طالبانو د غړو لوڼې زده‌کړې کوي

سوزانا فیورتي، د مرستندویو چارو فعاله او د یوه ایټالوي بنسټ مشره، وايي چې په کابل کې په هغه پټ ښوونځي کې چې هغې جوړ کړی، د طالبانو د غړو لوڼې په هغو ټولګیو کې زده‌کړې کوي چې د افغانستان نورې نجونې پکې د زده‌کړو حق نه لري.

سوزانا له «کوریر» خپرونې سره په مرکه کې، چې د دوشنبې په ورځ (۴ عقرب) خپره شوې، ویلي چې د طالبانو ځینې غړي د خپلو لوڼو له زده‌کړو سره ستونزه نه لري.

سوزانا فیورتي د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مرستیال سره د خپلې لیدنې د تجربې په اړه ویلي چې له هغه سره یې یوه «فراواقعی» لیدنه درلوده او دواړو په یوه خونه کې یوازې خبرې وکړې.

هغې ویلي: «ما داسې احساس کاوه چې له ما سره د یوې خبرې کوونکې نانځکې په څېر چلند کېږي. هغه ان یو ځل هم راته ونه کتل.»

سوزانا وايي، وروسته له هغې چې د لومړني ښوونځي له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګېد، پرېکړه یې وکړه چې یو پټ ښوونځی جوړ کړي.

هغې ویلي: «موږ فکر کاوه چې ډېر ځیرک یو او کولای شو د رژیم د څارنې له خنډونو تېر شو. ټولګي په داسې یوه خونه کې جوړېدل چې د ګنډلو ماشینونه هم پکې وو، څو داسې ښکاره شي چې ګواکې دا یوازې د ښځو د ګنډلو یو کارځای دی. که به پلټونکي راغلل، قلمونه او کاغذونه به پټ شول او پر ځای به یې د ګنډلو وسایل اېښودل کېدل.»

د هغې په وینا، د دې ښوونځي د فعالیت په لومړیو دوو کلونو کې د طالبانو هېڅ غړي هېڅکله د دغه پټ ښوونځي دروازه و نه ټکوله.

خو سوزانا دوه کاله وروسته له یوه حیرانوونکي حقیقت څخه خبره شوه.

هغه وايي، پوه شوه چې د دې پټ ښوونځي د ځینو زده‌کوونکو نجونې په خپله د طالبانو د غړو لوڼې دي؛ هغه نجونې چې پلرونو او میندو یې غوښتل زده‌کړې وکړي.

د هغې په وینا، د طالبانو ځینې غړي چې د نجونو له زده‌کړو سره موافق دي، په پټه په دې برخه کې هڅې کوي.

تر دې مخکې، ګارډین ورځپاڼې هم په ۲۰۲۲ کال کې افشا کړې وه چې په کابل کې داسې پټ ښوونځي شته چې د طالبانو د غړو لوڼو ته پکې درس ورکول کېږي.

همدارنګه، د افغانستان د شنونکو شبکې په هماغه کال افشا کړې وه چې د طالبانو د لوړپوړو چارواکو لوڼې د قطر او پاکستان په ښوونځیو او پوهنتونونو کې زده‌کړې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو او ښځو پر زده‌کړو بندیز لګولی دی.

سوزانا فیورتي په دې مرکه کې د ښځو د کار د حق لپاره د خپلو هڅو تجربې هم بیان کړې دي.

هغې ویلي چې د «خبرو اترو او جوړجاړي له لارې» یې په افغانستان کې د یو شمېر ښځو لپاره د اقتصادي فعالیتونو زمینه برابره کړې ده.

هغه وايي چې په خپله له طالب چارواکو سره لیدنې او خبرې کوي او په خپلو خبرو اترو کې توانېدلې چې د افغان ښځینه متشبثینو لپاره د یوې جایزې د ورکولو وړاندیز مطرح کړي.

هغې ویلي، کله چې یې په لومړي ځل د ښځینه متشبثینو لپاره د جایزې د ورکولو وړاندیز وکړ، طالبانو ورته داسې وکتل لکه ګواکې لېونۍ وي.

سوزانا وايي: «وروسته، په داسې حال کې چې هغوی د خواشینۍ په توګه خپل سرونه ښورول، له ما یې وپوښتل چې ایا زه اصلاً پوهېږم چې چېرته یم. ما هڅه وکړه چې د هغوی له فکري لیدلوري سره ګډ ټکي پیدا کړم؛ له هغوی سره مې د زغم په اړه خبرې وکړې او ورته ومې ویل چې د ښځو متشبثانه فعالیتونه کولای شي د هغوی هېواد ته عاید هم ورپه برخه کړي. په پای کې جایزه ومنل شوه او ګټونکې ښځې له یوه طالب وزیر سره یوځای یوه تالار ته وبلل شوې.»

سوزانا وايي، ځکه چې هغه یوه ایټالوي ښځه ده، طالبانو ورسره «په درناوي» چلند کاوه او په افغانستان کې یې تل د خپلو «نظرونو د ازاد بیانولو» ازادي لرله.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته