پاکستاني چارواکي وايي، د «انګور اډې» دروازې شاوخوا پر استوګنیزو سیمو د طالبانو د ډزو له امله یو ملکي وګړی وژل شوی او د یوې کورنۍ پنځه غړي ټپیان شوي دي.
د جنوبي وزیرستان د مرستیال کمېشنر دفتر په ایکس کې په خپاره کړي پیغام کې ویلي، د افغانستان طالبانو د سهشنبې شپې (۵ عقرب) پر مهال، له کوم مخکیني تحریک پرته، د انګور اډې پر بازار او استوګنیزو کورونو ډزې کړې دي.
په پیغام کې راغلي چې د طالبانو د هاوان مرمیو د لګېدو له امله یو کس وژل شوی او د یوې کورنۍ پنځه غړي ټپیان شوي دي.
په همدې حال کې، د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت د اطلاعاتو سلاکارې سمر هارون بلور ویلي، د پاکستان پوځ پر ملکي وګړو د طالبانو بریدونو ته «قاطع ځواب» ورکړی دی.
مېرمن هارون پر ایکس لیکلي: «د پاکستان پوځ د افغانستان د طالبانو د رژیم دې تېري ته سمدستي، قاطع او له ډېرې هوښیارۍ سره غبرګون وښود.»
هغې زیاته کړې چې «د پاکستاني ځواکونو د غچ اخیستونکي او قاطع اقدام په ترڅ کې د طالبانو څو پوستې ویجاړې شوې دي».
دا په داسې حال کې ده چې سیمهییزو سرچینو تېره شپه د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په انګور اډه سیمه کې د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتې خبر ورکړی و.
د برمل ولسوالۍ د طالبانو یوه امنیتي سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي، چې نښته د مازدیګر شاوخوا پنځه بجې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پیل شوې وه.
