وال سټریټ ژورنال: امریکا د خلیج له هېوادونو غوښتي چې له ایران سره جګړې ته چمتو واوسي

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی چې امریکا د خلیج د عربي هېوادونو څخه غوښتي، څو د امریکا د منځمهالو ټاکنو وروسته له ایران سره د یوې «لنډمهالې او سختې» پوځي جګړې لپاره چمتووالی ونیسي.

دې رسنۍ د هغو کسانو په حواله چې له خبرو اترو خبر دي، لیکلي چې دا پیغامونه د ډیپلوماټیکو او پوځي لارو لېږدول شوي دي.

د دې رسنۍ د راپور له مخې، امریکا او اسراییل د پراخو جنګي عملیاتو د نوي پړاو لپاره چمتووالی نیسي، څو ایران کمزوری او خبرو اترو ته اړ کړي.

په راپور کې راغلي: «د امریکا پوځ له ټکساس څخه سیمې ته د پاتریوت توغندیو د دفاع یو سیستم لېږدوي او ځواکونه له هغو اډو څخه باسي چې پکې زیان‌منونکي وو. همدارنګه امریکايي ځواکونه د مهماتو زېرمه کولو او د بریدونو لپاره د بم غورځوونکو الوتکو او جنګي جټونو چمتو کولو په حال کې دي.»

تمه ده چې د الوتکه‌وړونکې بېړۍ یوه بله بریدیزه ډله او د سمندري ځواکونو د ځانګړي ماموریت یوه قطعه راتلونکې اوونۍ په منځني ختیځ کې د امریکا له شاوخوا ۲۰ جنګي بېړیو سره یوځای شي.

باخبره سرچینو ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لا وروستۍ پرېکړه نه ده کړې، خو د «ټاکنو وروسته د یوه لوی برید» پر لور تمایل لري؛ داسې برید چې ښايي د ایران زیربناوې او اټومي تاسیسات په نښه کړي.

سپینې ماڼۍ په دې اړه له څرګندونو کولو ډډه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې ډونالډ ټرمپ پرون (سه‌شنبه، د عقرب ۵مه) د ټکساس ایالت په لاباک ښار کې د ټاکنیزې غونډې پر مهال وویل: «که کومه ستونزه نه وي، په راتلونکو څو اوونیو کې به ایران ووینئ.»

هغه وویل: «موږ د نیمې شپې د څټک عملیاتو او د حماسي غصې عملیاتو له لارې د ایران د اټومي بډاینې وړتیا له منځه یووړه او هغوی مو له پوځي، مالي او نورو اړخونو مات کړل.»

هغه زیاته کړه: «هر څه به ډېر ژر پای ته ورسېږي. د ایران جګړه هر وخت چې زه وغواړم، پای ته رسېږي.»

د راتلونکې اوونۍ د نومبر په درېیمه به د امریکا د کانګرس منځمهالې ټاکنې ترسره شي. تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې امریکا به تر ټاکنو مخکې پر ایران برید وکړي، خو ټرمپ ویلي چې له منځمهالو ټاکنو مخکې به داسې اقدام ونه کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته