بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د جنسیتي توپیر پر وړاندې د ۱۶ ورځني نړیوال کمپاین د پیل اعلان وکړی

د بښنې نړیوال سازمان (عفو بین‌الملل) اعلان کړی چې د «جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې د ۱۶ ورځو مبارزې» تر سرلیک لاندې یو نړیوال کمپاین پیلوي، څو په افغانستان کې د جنسیتي توپیر یا جنسیتي اپارتاید موضوع د نړیوالو پرېکړه‌کوونکو پام ته ورسوي.

د بښنې نړیوال سازمان د اسټرالیا دفتر پر وېب‌پاڼه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دغه کمپاین به د روان میلادي کال د نومبر له ۲۵مې د ډسمبر تر ۱۰مې نېټې پورې ترسره شي.

دغه سازمان ویلي چې د وروستیو نړیوالو کړکېچونو له امله افغانستان د رسنیو له پاملرنې او د نړیوالو سیاسي بحثونو له اجنډا څخه وتلی دی.

د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې: «موږ هڅه کوو چې د افغان ښځینه مشرانو، د بشري حقونو د مدافعانو، بېلابېلو ټولنو، خپلو ملاتړو او نړیوالو شریکانو په همکارۍ دغه وضعیت بدل کړو، څو د خلکو عامه پوهاوی لوړ او له نړیوالو پرېکړه‌کوونکو د عملي اقداماتو غوښتنه وکړو.»

دغه سازمان له خلکو غوښتي چې په دې کمپاین کې ورسره یوځای شي، څو ډاډ ترلاسه شي چې هېڅ افغانه ښځه او نجلۍ له پامه ونه غورځول شي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، خلک کولای شي په دې کمپاین کې د انلاین فعالیتونو او سیمه‌ییزو پروګرامونو له لارې ګډون وکړي. دغه راز یې له خپلو مخاطبانو غوښتي چې د افغان ښځو د ملاتړ په موخه یو پرانیستی لیک هم لاسلیک کړي.

بښنې نړیوال سازمان ویلي چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له بېرته رسېدو راهیسې په سیستماتیک ډول د ښځو او نجونو بنسټیز حقونه ترې اخیستي دي.

دغه سازمان د نجونو پر زده‌کړو او تعلیم بندیز، د ښځو پر کار محدودیتونه، د تګ راتګ محدودول او په افغانستان کې له عامه ژوند څخه د ښځو او نجونو ګوښه کول د دغو محدودیتونو له بېلګو څخه بللي دي.

د بښنې نړیوال سازمان په وینا، «دا هغه قصدي او بنسټیزې تګلارې دي چې موخه یې د ټولنې له ټولو برخو څخه د ښځو او نجونو ګوښه کول دي؛ هغه وضعیت چې افغان ښځینه د بشري حقونو مدافعان له اوږدې مودې راهیسې ورته جنسیتي اپارتاید وايي.»

طالبان په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د خپلو سیاستونو له امله د «بشریت ضد جنایتونو» په ترسره کولو تورن شوي او د همدې موضوع په تړاو د جرمونو نړیوالې محکمې د دې ډلې د څلورو چارواکو د نیولو حکمونه صادر کړي دي.

نړیوالې ټولنې او افغانانو څو ځله د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو، په ځانګړې توګه د زده‌کړو او کار د بندیزونو د لغوه کېدو غوښتنه کړې، خو طالبانو تر اوسه دغو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته