اسماعیل بقایي: د ایران له لوري د امریکايي چارواکو د امنیتي ګواښ ادعا د قرباني‌ښودلو هڅه ده

وروسته له هغې چې داسې راپورونه خپاره شول چې د ایران له لوري د امنیتي ګواښونو له امله د امریکا د مالیې وزیر یوې پوځي اډې ته لېږدول شوی، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د واشنګټن دغه اقدامات د ځان قرباني ښودلو هڅه بللې ده.

بقایي نن (پنجشنبه، د لړم ۲۱مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د امریکايي چارواکو پر وړاندې د ایران د امنیتي ګواښونو په اړه د واشنګټن ادعاوې د «ناسمو معلوماتو د خپرولو د کمپاین» برخه او د امریکا د قرباني ښودلو هڅه ده.

هغه زیاته کړې، امریکا له اسراییلو سره په ګډ پوځي «یرغل» کې پر ایران د بریدونو پر مهال د ایراني چارواکو او ساینسپوهانو په ترورولو سره «جنګي جنایتونه» او «دولتي ترهګري» ترسره کړې ده.

بقایي ویلي، واشنګټن اوس د «ایراني ترهګرۍ» په اړه د ناسمو سرلیکونو په خپرولو هڅه کوي چې ځان قرباني وښيي او د یوې ادعا شوې «ترهګریزې دسیسې» په اړه بې‌ثبوته ادعاوې د خلکو په ذهنونو کې ځای کړي.

هغه ټینګار کړی چې هېڅ ډول رسنیز تبلیغات نه شي کولای د «یرغل، ترهګرۍ او جنګي جنایتونو» مسوولیت پټ کړي.

د بقایي دغه غبرګون وروسته له هغې څرګندېږي چې «نیویارک ټایمز» ورځپاڼې تېره اوونۍ راپور ورکړ چې د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بېسېنټ د ایران له لوري د احتمالي ګواښونو په اړه د اندېښنو له امله خپل استوګنځی پرېښی او یوې پوځي اډې ته لېږدول شوی دی.

ورځپاڼې د درېیو باخبره سرچینو له قوله لیکلي چې امریکايي چارواکو ارزونه کړې، د ایران هغه پلانونه چې د اوسنیو او پخوانیو امریکايي چارواکو د په نښه کولو لپاره جوړ شوي، پرمختللي پړاو ته رسېدلي دي. د بېسېنټ پر وړاندې د ګواښونو معلومات هم د دغې ارزونې یوه برخه وه.

بسېنټ د اګست میاشتې راهیسې د ډونالډ ټرمپ د ادارې له لوري پر ایران د اقتصادي فشارونو مشري کوي.

دغه کمپاین د ایران د تېلو، سمندري لېږد، هوايي چلند، مالي او سوداګریزو شبکو په نښه کولو لپاره پیل شوی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته