امریکايي چارواکو اعلان کړی چې په افغانستان کې یې د دغه هېواد یو پخوانی همکار د کډوالۍ په دوسیو کې د درغلۍ په تور نیولی دی.
د راپور له مخې، دغه ۳۹ کلن کس مصطفی امان نومېږي او تورن دی چې امریکايي فدرالي چارواکي یې غولولي او د یو شمېر هغو افغانانو لپاره یې د کډوالۍ ویزې ترلاسه کړې چې د دغو ویزو د ترلاسه کولو شرایط یې نه لرل.
څارنوالانو ویلي، امان په خپل کډوالۍ غوښتنلیک کې هم دروغ ویلي او ځان یې مجرد معرفي کړی و، په داسې حال کې چې واده یې کړی و.
د امریکا د عدلیې وزارت په وینا، امان وروسته له لږ تر لږه څلورو نورو کسانو سره هم مرسته کړې چې د کډوالۍ جعلي غوښتنلیکونه وړاندې کړي.
چارواکو ویلي، نوموړي د دغو کسانو لپاره جعلي لیکونه جوړ کړي وو او ادعا یې کړې وه چې هغوی په یوه داسې شرکت کې کار کړی چې د امریکا د جګړې له هڅو یې ملاتړ کاوه او له همدې امله یې امریکا ته د ځانګړو کډوالۍ ویزو د ترلاسه کولو شرایط پوره کول؛ خو په حقیقت کې دغو کسانو د امریکا د جګړې له هڅو سره هېڅ ډول همکاري نه وه کړې.
امان وروسته د امریکا تابعیت هم ترلاسه کړی دی.
په سیاتل کې د امریکا سرپرست څارنوال چارلز نیل فلوېډ ویلي: «دا د اندېښنې وړ ده چې تورن کس څو ځله زموږ د هېواد له سخاوت څخه ناوړه ګټه اخیستې ده.»
هغه امان تورن کړی چې د دې بهیر په ټولو پړاوونو کې یې له افغانستان څخه امریکا ته د نورو کسانو د لېږدولو لپاره درغلي کړې ده.
دا قضیه په داسې حال کې مطرح کېږي چې د افغان متحدینو ملاتړي هڅه کوي هغو افغانانو ته قانوني ملاتړ او خوندیتوب برابر کړي چې په ۲۰۲۱ کال کې د امریکايي ځواکونو د وتلو او هوايي تخلیې پر مهال، د جو بایډن د حکومت په دوره کې امریکا ته لېږدول شوي وو.
د راپور له مخې، په دغه بهیر کې لسګونه زره افغانان له کابله وایستل شول. کارپوهان وايي، که څه هم ډېری دغه کسان د لېږد مستحق وو، خو ښايي نږدې نیمایي یې د امریکا له جګړهییزو هڅو سره هېڅ تړاو نه درلود.
د ډونالډ ټرمپ حکومت تېر کال د دغو افغانانو مشروط اقامت (Parole) او لنډمهاله خوندیتوب (TPS) لغوه کړ، هغه وضعیت چې د هغوی د ایستلو مخه یې نیوله.
د کولوراډو ایالت دیموکرات استازي جېسن کرو روانه اوونۍ ویلي چې غواړي د امریکا د استازو جرګه د لنډمهاله خوندیتوب (TPS) د غځولو په اړه رایې ورکولو ته اړ کړي.
هغه ویلي: «له دوو لسیزو څخه د زیاتې جګړې وروسته، موږ له هغوی سره ژمنه کړې وه چې پاملرنه به ورته کوو. پر دې ژمنه درېدل هم اخلاقي اړتیا ده او هم د ملي امنیت اړتیا.»
د راپور له مخې، مصطفی امان په افغانستان کې د یوه امریکايي دفاعي قراردادي شرکت لپاره د لوژستیک د متخصص په توګه کار کاوه.
نوموړي له همدې دندې څخه په ګټې اخیستنې د ځانګړې کډوالۍ ویزې (SIV) غوښتنه کړې وه؛ دا هغه پروګرام دی چې د امریکا کانګرس د هغو افغانانو لپاره جوړ کړی و چې له امریکايي ځواکونو او ادارو سره یې همکاري کړې وه.
چارواکو ویلي، امان په ۲۰۱۳ کال کې د ویزې په غوښتنلیک کې خپل مدني حالت ناسم ښودلی و. هغه وروسته د هغې ښځې لپاره د کوژدې ویزې غوښتنه کړې وه چې له مخکې یې ورسره واده کړی و.
په ۲۰۱۴ کال کې نوموړي له یوه بل کس سره د ځانګړې کډوالۍ ویزې د غوښتنلیک په برابرولو کې مرسته کړې وه. هغه تورن دی چې د یوه امریکايي دفاعي قراردادي شرکت په نوم یې جعلي سپارښتنلیک جوړ کړی و، په داسې حال کې چې دغه کس هېڅکله په یاد شرکت کې کار نه و کړی.
د تورپاڼې له مخې، امان په همدې کال کې د یوه بل کس لپاره هم ورته کار کړی او وروسته یې په ۲۰۱۶ او ۲۰۲۲ کلونو کې دا کړنه تکرار کړې ده؛ خو په وروستۍ قضیه کې یې د یوه بل شرکت نوم کارولی و.
